ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: په افغانستان کې د حق او باطل جګړه ده

ولسمشر: په افغانستان کې د حق او باطل جګړه ده

author avatar
7 Dec 2016 - 18:57
ولسمشر: په افغانستان کې د حق او باطل جګړه ده
author avatar
7 Dec 2016 - 18:57

کابل (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٥): ولسمشر غني وايي، اوسمهال د اسیا اقتصادي شیریانونه بند دي او خلاصول یې د افغانستان ثبات او سوکالۍ پورې تړلى دى.

ولسمشر محمداشرف غني نن غرمه "د تشویق په نوم د کار موندنې" پروګرام چې د چارو د عمومي ادارې له خوا د سلګونو لوستو ځوانانو په ګډون د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.

ولسمشر غني دغو ځوانانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو حضور او نظریات ماته قوت او امېد رابښي او ډېره علاقه لرم چې ستاسو نظریات واورم.

هغه زیاته کړه، ستاسو لویه ګيله دا ده چې په تېرو دوو کلونو کې درسره لږ په ارتباط کې وم، دا ګیله مو پر ځای ده، خو داسې به ورځ نه وي، چې ما ستاسو د راتلونکي په اړه په کې کار نه وي کړی.

دی وايي: "له تېرو دوو کلونو راهیسې هره ورځ زما لس ساعته په امنیتي مسائلو لګېږي، دا زما اختیار نه و، بلکې دا پر موږ د تحمیل شوي جنګ جبر دی، ځکه دښمنانو دا هیله درلوده چې افغانستان له منځه یوسي، خو دوی ستاسو په څېر ځوانانو په برکت چې په امنیتي ارګانونو کې دندې ترسره کوي، خپل دغه ارمان ګور ته یووړ."

غني څرګنده کړه، افغانستان په بېلابېلو کچو کار ته اړتیا لري، لومړی اړخ، دوى له نړيواله ډګره کار پيل کړ، ځکه زموږ جنګ بین المللي او د حق او باطل جنګ دی، چې دوى د حق په لومړي صف کې ولاړ دي.

هغه زیاته کړه، وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې مو بین المللي ملاتړ او توجه را جلب کړه، اوس افغانستان د نړيوالو د توجه په محور کې قرار لري.

د ده په وينا، دویم اړخ، د افغانستان اسلامي مشخصه ده، زموږ د خلکو عقیده قوي ده، خو اسلام څخه مو تاریخي فهم کمزوری دی، موږ ته په کار دي چې د اسلام د مقدس دین ټول تاریخي ابعاد درک کړو، ځکه د اسلامي تمدن په جوړېدو کې زموږ د خلکو برخه بې اندازې زیاته ده، په کار ده چې اسلامي نړۍ زموږ او موږ د هغوی په اهمیت پوه شو.

ولسمشر وويل، درېیم زموږ اسیايي اړخ دی، زموږ زیات فرصتونه له اسیا پورې تړلي دي، تاسې خوشبخته نسل یاست، ځکه اسیا په یو اقتصادي براعظم د بدلېدو په حال کې دی. نن د اسیا اقتصادي شیریانونه بند دي او خلاصول یې د افغانستان ثبات او سوکالۍ پورې تړلى دى.

نوموړي د اقینې بندر او منځنۍ اسیا ته د نویو لارو خلاصېدو ته په اشارې وویل، څلورم سیمه‌ییز اړخ دی چې په دوو کالو کې له ۱۵۰ کالو وروسته افغانستان له منځنۍ اسیا سره وصل شو.

هغه زیاته کړه، هند، چین، د منځنۍ اسیا او سیمې زياتره هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي، چې له افغانستان پرته د ورېښمو لارې جوړول ممکن نه دی.

غني ځوانانو ته په خطاب کې وویل،  ستاسو د راتلونکي په خاطر مو تېرو دوو کالو کې په زېربنايي چارو زیات کار وکړ، چې تاسې یې د جوړولو مدیریت وکړئ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.