پلخمري (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٥): په بغلان کې امنيتي چارواکي وايي، هغه هلک او نجلۍ چې شپږ مياشتې وړاندې يې واده کړى و، د ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د رسۍ په وسيله زندۍ شوي دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال نور حبيب ګلبهاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې مېرمنې او خاوند مړي پرون د پلخمري ښار په حسين خېل سيمه کې ترلاسه شوي دي.
نوموړي زياته کړه: "لومړنۍ څېړني ښيي چې د دې ښځې ورور د خپل اوښي د کورنۍ شپږ غړي د مرکزي بغلان په منګلو سيمه کې مېلمانه کوي او وروسته خپله د پلخمري ښار حسين خېل سيمې ته راځي، خپله خور او د خور خاوند د رسۍ په وسيله زندۍ کوي.))
د بغلان ولايت امنيه قوماندان زياته کړه چې دغه شخص د خپل اوښي د کورنۍ شپږ غړي چې څلور ښځې هم په کې دي، اسير کړي او يوه نا څرګند ځاى ته يې لېږدولي دي، خو پوليس هڅه کوي چې دغه کس ونيسي.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري وويل چې دغه کس د ولسوالۍ له چارواکو سره په نيولو اړيکو کې ويلي چې د يادو شپږو کسانو له ډلې يې درې وژلي، خو څلور ښځې لا هم ورسره بنديانې دي.
خو د پلخمري ښار د حسين کلي يوه اوسېدونکي حبيب الله وويل چې دغه هلک او نجلۍ شپږ مياشتې وړاندې له کوره تښتېدلي وو او له يو بل سره يې واده کړى و، خو د هلک او نجلۍ د کورنۍ تر منځ پيدا شوې ستونزه د قومي مخورو په منځګړيتوب او پرېکړه حل شوه او د دواړو کورنيو اړيکې عادې شوې.
هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې د کورنيو تر منځ يو ځل بيا اختلافات رامنځته شوي وو او احتمال لري چې له امله يې ياده جوړه وژل شوې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن