ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ځينې وکيلان د ملي شورا له ساتونکو د خپلو شخصي ساتونکو په توګه کار اخلي”

“ځينې وکيلان د ملي شورا له ساتونکو د خپلو شخصي ساتونکو په توګه کار اخلي”

author avatar
7 Dec 2016 - 20:04
“ځينې وکيلان د ملي شورا له ساتونکو د خپلو شخصي ساتونکو په توګه کار اخلي”
author avatar
7 Dec 2016 - 20:04

کابل (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٥): د ولسي جرګې يو شمېر غړي د يادې جرګې نور غړي په دې تورنوي، چې ګنې د يادې جرګې له ساتونکو امنيتي ځواکونو څڅه د شخصي ساتونکو په توګه ګټه اخلي.

د ولسي جرګې غړې نظيفې ذکي د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل، د ټولو ٩١ امنيتي ځواکونو له جملې يې چې د ولسي جرګې له اړونده ودانۍ څخه د ساتنې لپاره په دنده ګومارل شوي؛ ٤٧ کسان د وکيلانو د شخصي ساتونکو په توګه کار کوي.

مېرمن ذکي په دغه کار د سختې نيوکې ترڅنګ وويل، اوسمهال له يادې ودانۍ څخه د ساتنې لپاره يواځې ٤٤ پوليس پاتې دي، چې هېڅکله بسنه نه کوي.

نوموړې له دغه وضعيت څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل: "موږ هره شېبه د خطر احساس کوو چې بايد دغې قضيې ته لاسرسى وشي."

نظيفې ذکي زياته کړه: "وکيلان د ولسي جرګې سره په څنګ ودانيو کې هره ورځ له لسګونه موکلينو سره ويني، چې په دې اړه خطر موجود دى او دغه موضوع بايد جدي ونيول شي او د ولسي جرګې مشر دغه شمېر پوليس بايد ژر تر ژره راوغواړي او هغوى بايد خپلو اصلي دندو ته راوګرځوي."

هغې همدارنګه د يادې ودانۍ په څنګ کې د يو شمېر وکيلانو د ساتونکو پر شتون چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال وي، نيوکه وکړه او ويې ويل: "کله چې دغې ودانۍ ته راننوځئ، نو داسې فکر به وکړئ چې يوې پوځي قرارګاه ته داخل شوي يئ."

د فراه استازي صديق احمد عثماني فراهي هم وويل، له هغو امنيتي ځواکونو بايد د شخصي ساتونکو په توګه ګټه پورته نه شي، چې د ملي شورا د امنيت لپاره په دنده ګومارل شوي.

هغه زياته کړه: "کوم وکيلان چې ډېرو ساتونکو ته اړتيا لري، لاړ دې شي او خپلو پيسو دې ساتونکي ونيسي، د امنيتي ځواکونو له تشکيلاتو بايد ناوړه ګټه پورته نه شي."

پر دې سربېره د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم يادې قضيې ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.

د کورنيو چارو وزارت د پژواک له هڅو سربېره ځواب ويلو ته حاضر نه شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.