ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اجرائيه رييس: طالبان دې هم د حزب اسلامي په څېر د سولې لار غوره کړي

اجرائيه رييس: طالبان دې هم د حزب اسلامي په څېر د سولې لار غوره کړي

author avatar
8 Dec 2016 - 17:33
اجرائيه رييس: طالبان دې هم د حزب اسلامي په څېر د سولې لار غوره کړي
author avatar
8 Dec 2016 - 17:33

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): اجرائيه رييس له وسله والو طالبانو غوښتي چې د حزب اسلامي په څېر د سولې لار غوره کړي.

له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې، نن په سپېدار ماڼۍ کې د حضرت محمد(ص) د ميلاد په نمانځغونډه کې کړې دي.

ده ويلي، افغانستان اوس هم د یوه یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع کوي او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه د دښمن بریدونو ته سينه سپر ګرځوي.

نوموړي له مخالفانو غوښتي، چې د اسلامي حزب په څېر له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

دى وايي: "ټول هغه کسان چې جګړه غواړي، په پای کې به وپوهېږي او یا به اوس هم پوهېدلي وي، چې له خبرو اترو پرته بله لار نشته، په جګړه کې به وژل کېږي."

د خبرپاڼې په حواله، په دې ناسته کې د علماوو د سرتاسري شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف په روانې جګړې، وژنو، غصب، غلا، اداري فساد او نورو ستونزو نیوکې وکړې او له حکومته یې وغوښتل، چې د دې پدیدو مخه ونیسي.

په دې غونډه کې د علماوو شورا له خوا په لوستل شوي پيغام کې په افغانستان کې روانه جګړه تحمیلي بلل شوې او هغه یې غندلې ده.

د علماوو شورا له مخالفانو غوښتي، چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او د سولې لار غوره کړي.

په پيغام کې راغلي: "روانه جګړه مسلمانان وژني، دیني مرکزونه او عامه تاسیسات ورانوي، په عین حال کې یو شمېر ګاونډيان په بې شرمانه لاسوهنو سره غواړي چې روانې جګړې ته مشروعیت پيدا کړي او افغانان ووژل شي، نو اړتیا ده چې مخالفان د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.