ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حیات: د هلمند د جګړې ملاتړي مې پېژندلي خو په نیولو کې یې مرسته نه راسره کېږي

حیات: د هلمند د جګړې ملاتړي مې پېژندلي خو په نیولو کې یې مرسته نه راسره کېږي

author avatar
8 Dec 2016 - 16:17
حیات: د هلمند د جګړې ملاتړي مې پېژندلي خو په نیولو کې یې مرسته نه راسره کېږي
author avatar
8 Dec 2016 - 16:17

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۹۵): د هلمند والي وايي چې يو شمېر دولتي کسان د دغه ولايت د جګړې په اوږدېدو کې لاس لري او سره له دې چې پېژندل شوي هم دي خو بیا یې هم څوک د نيولو هڅه نه کوي.

د هلمند والي حيات الله حيات دغه څرګندونې د ليندې په ١٨مه د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وکړې.

حيات وويل چې په هلمند کې ډېرې سيمې طالبانو نه دي نيولې، بلکې په نظام کې دننه يو شمېر کسانو ورته سپارلې دي.

هغه د چا نوم په ډاګه نه کړ خو زياته یې کړه چې د دغو کسانو د نيولو لپاره يې پلانونه جوړ کړي خو په عملي کولو کې څوک ورسره مرسته نه کوي.

هغه زياته کړه: ((په دې کار کې ولسونو ته پاته راغلی یم، خلکو سره مې د امنيت او پرمختګ ژمنې کړې خو ځينو کسانو مې مخه ډپ کړې ده.))

د حيات په وينا، ټول هغه کسان يې په نښه کړي چې د نظام تخريبولو هڅې کوي او له دې ټولو سره بايد حساب وشي.

ده وويل: ((زه حاضر يم چې مناظره جوړه کړم او خلکو ته وښيم چې څوک د دوى پر سر لوبې کوي خو خلک خپله هم بايد دغه کسان وپېژني.))

والي وايي چې د خلکو په همکارۍ په دغه ولايت کې امنيت ټينګښت مومي خو که خلک د خپل استازي او دښمن تر منځ فرق وکولاى وشي.

د ده په وينا، که يې له قانون څخه سرغړونه وکړه نو سزا دې ورکړل شي او پرته له هغه چې کوم قانون ماتوونکي ته سزا ورکوي نو خلک دې د هغه پلوي نه کوي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند مدنې ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وويل، کوم کسان چې د هلمند د امنيت په خرابولو کې لاس لري بايد ونيول شي.

ده وويل، هغه چارواکي چې د دې کسانو ملګرتيا کوي هغوى هم بايد تر عدلي تعقيب لاندې راشي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د هلمند والي ويلي وو چې په شاوخوا سيمو کې ١٥٠ پوستې له مقاومت پرته طالبانو ته سپارل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.