ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار د پاکولو او زرغونولو یوه پروژه پیل شوه

د جلال اباد ښار د پاکولو او زرغونولو یوه پروژه پیل شوه

author avatar
8 Dec 2016 - 16:33
د جلال اباد ښار د پاکولو او زرغونولو یوه پروژه پیل شوه
author avatar
8 Dec 2016 - 16:33

جلال اباد (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۵):  د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د پاکوالي او زرغونتيا په خاطر د نږدې ١،٣ ميليونه ډالرو په ارزښت د يوې سترې پروژې کار پيل شو چې په کې به دوه زره کسانو ته کار هم وموندل شي.

دا پروژه نن (د ليندۍ ۱۸مه) په جلال اباد ښار کې پرانيستل شوه چې په کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو د معينيت مسوولينو هم ګډون کړی و.

د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان د غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې دغه پروژه به وکولای شي چې ښار زرغون، ښکلی او له کثافاتو پاک او هم ۲۰۰۰ کسانو ته کار پيدا کړي.

د افغان د معلوماتو له مخې، دغه پروژه دوه برخې لري چې يوه برخه يې د زيربنايي کارونو لپاره ځانګړې شوې چې اته سوه زره ډالر د همکارو موسسو او ۲۵ سلنه لګښت به يې د خلکو په ونډې اخيستو برابر شي.

هغه د پروژې د دويمې برخې په اړه وويل چې دغه برخه د ښاري ښکلا، پاکوالي، د کثافاتو راټولولو لپاره ده او ٤٩٠زره ډالره لګښت پرې راځي.

دا وايي، په لومړۍ پروژه کې د ښار په مختلفو ساحو کې د پارکونو او د ښاري دخولي دروازو جوړول او ځيني نور رغنيز کارونه شامل دي او په لومړۍ پروژه کې به د ښار واټونه هم ښکلي شي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د دې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې دا پروژه به د ننګرهار او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار بڼه بدله کړي او خلکو ته به کار هم ومومي.

د ګرديوال په وينا، دا پروژه ځکه ډېره ګټوره ده چې خپله د سيمې د خلکو په غوښتنه او په سيمه کې د اړتيا په صورت کې مخې ته ځي او هغه کار به پرې ترسره کېږي چې د خلکو لومړنۍ مهمه ستونزه وي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر هم دا پروژه د ننګرهاريانو لپاره ډېره ګټوره وبلله او د سيمه ييزو ارګانونو له ادارې يې د ورته نورو پروژو د تطبيق غوښتنه هم وکړه.

هغه د جلال اباد ښاروالۍ په مسوولينو هم ټينګار وکړ چې د پروژې د سيمې پر مخ وړلو هڅه دې وکړي چې په راتلونکي کې ترې هم خلک ښه ګټه پورته کړي.

دغه راز د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني په جلال اباد ښاروال غږ وکړ چې بايد په يادو پروژو کې د ښځو پارکونه هم په نظر کې ونيسي او هم دې د کار په برخه کې ښځينه کارمندانو ته ونډه ورکړي.

عمراني پژواک ته وويل چې په جلال اباد ښار کې سلګونه داسې بې وسه او کونډې ښځې شته چې د ډېر کار وړتيا لري او کولی شي چې د رنګمالۍ او ګلکارۍ تر څنګ نور رغنيز کارونه هم ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.