ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دارالامان ماڼۍ د لومړۍ برخې د رغونې چارو ترسره کوونکي ستایل کېږي

د دارالامان ماڼۍ د لومړۍ برخې د رغونې چارو ترسره کوونکي ستایل کېږي

author avatar
8 Dec 2016 - 14:23
د دارالامان ماڼۍ د لومړۍ برخې د رغونې چارو ترسره کوونکي ستایل کېږي
author avatar
8 Dec 2016 - 14:23

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): ولسمشر محمداشرف غني وايي چې د کابل ښار د دارالامان تاريخي ودانۍ د لومړۍ برخې کار په ډېر کم لګښت بشپړ شوى او هغو کسانو ته به ستاينليکونه ورکړي چې د رغونې په کار کې يې فعاله ونډه اخیستې ده.

دارالامان ماڼۍ د کابل ښار د سوېل لوېديځ په شاوخوا اتيا کيلومترۍ کې موقعيت لري چې د ١٣٠٠ کال په لومړيو کې د غازي امان الله خان په دوره کې جوړه شوې ده.

دې ودانۍ شاوخوا ١٥٠ کوچنۍ او لويې خونې درلودې چې په لومړيو کې د سلطتني مرکز او وروسته ترې د دفاع وزارت د ودانۍ په توګه ګټه اخيستل کېده، خو د اويايمې لسيزې (١٣٧٠) د جریان په کورنیو جګړو کې ويجاړه شوه.

اوسمهال د دې ماڼۍ ښکلا له منځه تللې، دېوالونه يې نړېدلي او کوټې يې پر کنډوالو بدلې شوې دي.

د يادې تاريخي مانۍ د بيارغونې کار د روان کال په غبرګولي مياشت کې پيل شوى دى.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن په کابل ښار کې د  دارالامان ماڼۍ د لومړي برخى  بيارغونې کار د بشپړيدو او دويمې برخى د پيل په اړه د ښارى پراختيا شورا ناستې ته وويل، د شوو څېړنو له مخې د ماڼۍ د لومړى برخې کار د بشپړتيا لپاره چې پاک کاري او تخنيکي کارونه په کې شامل دي، څه باندې يو ميليون ډالرو ته اړتيا وه.

خو د نوموړي په خبره، د ښار جوړونې او مسکن وزارت د کارکوونکو د هڅو او کوښښونو په پايله کې دغه کار د دولت په ٣٠زره امريکايي ډالره بوديجه بشپړ شوى دى.

هغه زیاته کړه چې د یاد وزارت دغه کار د ستاینې وړ دی او ښار جوړونې له وزیره یې وغوښتل چې هغو کسانو ته چې په دې پروژه کې یې فعاله ونډه درلوده، په ځانګړو مراسمو کې ستاینلیکونه ورکړي.

د ښار جوړونې او مسکن وزير سيد سادات منصور نادري په دې ناسته کې وويل‎، د دې پروژې د لومړى برخى ټول کارونه چې پاک کاري، خوازه بندي او نور په کې وو، بشپړ شوي دي.

نوموړي وويل چې د ماڼۍ له منځه ٦٥٠زره ټنه وسپنې، مواد او نور ويجاړ شوي توکي را ټول شوي او ايستل شوي دي.

د هغه په خبره، په دې پړاو کې د سلو انجنيرانو لپاره يو دفتر جوړ شوى چې او تر څنګ يې د کابل پوهنتون انجنيري پوهنځي او کابل پولي تخنيک پوهنتون ٢٠٠ محصلينو ته د عملي زده کړې زمينه برابره شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.