ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روشنايى جنبش يو شمېر غړو د برېښنا بېلونه وسوځول

د روشنايى جنبش يو شمېر غړو د برېښنا بېلونه وسوځول

author avatar
8 Dec 2016 - 18:23
د روشنايى جنبش يو شمېر غړو د برېښنا بېلونه وسوځول
author avatar
8 Dec 2016 - 18:23

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): د "جنبش روشنايي" لسګونه کسانو يوځل بيا باميانو ته د سالنګ له لارې د ترکمنستان د برېښنا ليکې د نه بدلون په اعتراض کې لاريون کړى او د خپلو کورونو د برېښنا بېلونه يې وسوځول.

په دغه اعتراض حرکت کې چې نن د شا وخوا ٢٠٠ کسانو په موجوديت کې په کابل کې د مزاري څلي ترڅنګ ترسره شو، اعتراض کوونکو د "نور د برېښنا پيسې نه ورکوو" او "له دې وروسته به د خپلې برېښنا بېلونه تحويل نه کړو." شعارونه ورکول او لاريون يې ترسره کړ.

د روښنايي جنبش چې له ترکمنستان څخه د سالنګ د ٥٠٠ کيلوولټه برېښنا د مزي پر ځاى د باميانو له لارې د غځولو غوښتنه کوي، تر اوسه پورې څو ځلې د خپلې غوښتنې د عملي کولو لپاره لاريونونه کړي دي.

د يادو اعتراضونو له ډلې يې يو چې د روان کال د زمري مياشتې په دويمه نېټه ترسره شو، په پايله کې يې ځانمرګى بريد هم ترسره شو چې له امله يې ٨٥ کسان ووژل شول او له ٢٥٠ نور زيات ټپيان شول.

د جنبش روشنايى يوه غړي احمد بهزاد په نننۍ غونډه کې د "عدالت غوښتنې" له نوي فاز له پيلېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې د ياد حرکت غوښتنې غيرقانوني نه دي، بلکې يوه عقلاني غوښتنه او خلکو ته د برېښنا رسولو لپاره شوې ده.

هغه وويل، حکومت تر اوسه پورې د معترضينو غوښتنو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې چې له همدې امله د دوى اعتراض دوام پيدا کړى دى.

د ياد لاريون په پايله کې اعتراض کوونکو په يوه پرېکړه ليک کې له خلکو وغوښتل، څو باميانو ته د برېښنا مزي د بدلون لپاره پر حکومت د فشار واردولو لپاره خپل برېښنايي لګښتونه ورنکړي.

د ياد پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي: حکومت له خلکو د مالياتو راټولو وړ نه دى نو له دې امله بايد د برېښنا د لګښتونو له ورکړې ډډه وشي."

اعتراض کوونکو په دې اړه حکومت په تبعيض تورن کړ او د دوى غوښتنو ته يې د لاسرسي غوښتنه وکړه.

خو حکومت بيا له دې وړاندې ويلي و، چې د برېښنا د ليکې د لېږد طرحه د سالنګ له لارې نهايي او له بلې لارې د بدلون امکان نه لري، چې په بدل کې يې باميانو ته د پلخمري له لارې د برېښنا يو بل مزى چې د ٣٠٠ ميګا واټه برېښنا د لېږد وړتيا لري؛ په پام کې نيولى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.