ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلورو پولیسو قاتل نیول شوی

د څلورو پولیسو قاتل نیول شوی

author avatar
8 Dec 2016 - 14:20
د څلورو پولیسو قاتل نیول شوی
author avatar
8 Dec 2016 - 14:20

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي هغه شخص يې نيولى چې درې کاله وړاندې يې د هلمند يوه امنيتي پوسته کې دنده درلوده او د څلورو پوليسو له وژلو وروسته د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شو.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس ګلبدين نومېږي چې د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ اصلي اوسېدنکى دى او اوسمهال د نيمروز ولايت د زرنج ښار په (کارکران) کلي کې اوسېده.

سرچينه ليکي چې ګلبدين د ليندۍ په شپږمه نېټه په نيمروز کې نيول شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شخص شاوخوا درې کاله وړاندې د مارجې ولسوالۍ د تورخيلان سيمې په امنيتي پوسته کې دنده اجرا کوله او د پوليسو د څلورو منسوبينو له وژلو وروسته له وسله والو مخالفينوسره يو ځاى شو، د دې تر څنګ يې يو رينجر موټر، درې ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا او يو راکټ هم وسله والو مخالفينو ته تسليم کړل.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې ګلبدين له دغه کار وروسته په نيمروز ولايت کې له وسله والو طالبانو سره فعاليت درلود.

سرچينې ليکلي چې دغه شخص نيول شوى او پر خپل جرم يې اعتراف کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.