ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخېلوال: اقتصاد دې له سياسته جلا کړى شي

زاخېلوال: اقتصاد دې له سياسته جلا کړى شي

author avatar
8 Dec 2016 - 15:01
زاخېلوال: اقتصاد دې له سياسته جلا کړى شي
author avatar
8 Dec 2016 - 15:01

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي، په سيمه کې اقتصادي همکاري هغه مهال پراخېداى شي چې اقتصاد له سياست څخه جلا کړى شي.

د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال دا څرګندونې پرون په اسلام اباد کې (په مرکزي او سوېلي اسيا کې سيمه ييز اقتصادي ادغام) تر سرليک لاندې کنفرانس ته کړې دي.

هغه زياته کړه: ((سيمه ييز اقتصادي ادغام ممکن دى، خو که موږ سياست له اقتصاد څخه جلا کړو او اقتصاد ته چانس ورکړو چې زموږ سياست سره مرسته وکړي.))

ده وويل، د سيمې هېوادونه بايد له يو بل سره نښلول او په اقتصادي توګه له يو بل سره مدغم کېدل، په خپلو ملي اجنډاګانو کې شامل کړي.

ډاکټر زاخېلوال وايي، که چېرې د سيمې هېوادونه يوه لويه اقتصادي پروژه په لاره واچوي، نو خلک به نېغ په نېغه ترې ګټه پورته کړي چې دغه کار به هم د سيمې اقتصادي پياوړتيا سره مرسته وکړي او هم له سولې او ثبات سره.

د نوموړي په وينا، د افغانستان نړيوال همکاران د خپلو  هېوادونو د امنيت او ثبات لپاره د دې سيمې په اقتصادي پروژو کې پانګونې کوي.

دى زياتوي: ((د سيمې هېوادونه دې په ګډه يوه لويه پروژه وټاکي، بيا دې له يوه لوى مرستندوى هېواد يا نړيوال سازمان سره په اړه يې خبرې وکړي، چې دې پروژې سره سياسي او مالي مرسته وکړي.))

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي، د روسيې او ايران په ګډون د مرکزي او سوېلي  اسيا سيمه درې ميليارده نفوس لري چې د نړۍ ٤٠ سلنه نفوس تشکيلوي.

د هغه په خبره، دا سيمه نه يواځې د انرژۍ، بلکې په نورو برخو کې هم پراخې زېرمې لري او د سيمې هېوادونه د يو بل په اقتصادي پياوړتيا کې مهم رول لوبولى شي.

زاخېلوال ويلي، که پاکستان د مرکزي اسيا هېوادونو ته ازاد او اسانه لاسرسى لرلى او د اړتيا وړ انرژي يې له دغو هېوادونو څخه ترلاسه کړې واى، نو د پاکستان اقتصادي پرمختګ به څو برابره لوړ شوى واى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.