جلال اباد (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د عملياتو پر مهال د داعش ډلې يو قوماندان وژل شوى دى.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبينو د خوږياڼو ولسوالۍ د بر بيار په سيمه کې پرون عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د عزيز په نوم د داعش ډلې يو بهرنى قوماندان وژل شوی دى.
مشرقيوال وايي چې ياد قوماندان د داعش لپاره د جلب او جذب دنده پر مخ وړه او په يادو عملياتو کې يو ميل تومانچه، يوه پايه مخابره، څلور لاسي بمونه او نور مهمات ترلاسه شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې د دغه ولايت په لالپورې ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې يو بهرنى طالب وسله وال وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د يادې ولسوالۍ د پامير پر پوستې بريد کړى و چې د پوليسو په ځوابي بريد کې يو وسله وال ووژل شو او نور وتښتېدل.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن