ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۶ طالبان وژل شوي

هلمند کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۶ طالبان وژل شوي

author avatar
8 Dec 2016 - 14:43
هلمند کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۶ طالبان وژل شوي
author avatar
8 Dec 2016 - 14:43

لښکرګاه (پژواک، ١٨ ليندې ٩٥): د هلمند چارواکي وايي چې د يو قوماندان په ګډون ٢٦ طالبان وژل شوي او درې سوه کيلوګرامه ترياک هم نيول شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په ګرمسېر او سنګين ولسواليو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د يو قوماندان په ګډون ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي چې ١٢ يې پاکستانيان دي.

ځواک زياته کړه: ((دغه قوماندان مولوي محب نومېده چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې له خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوى دى.))

ځواک وايي چې د همدغو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر ماينونه هم شنډ کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره ورځ د مرکز لښکرګاه په خوشکاوي سيمه کې دوه پوليس د يو بريد په ترڅ کې وژلي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، عمر ځواک وايي چې د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو درې سوه کيلوګرامه ترياک نيولي دي.

هغه وايي: ((امنیتي ځواکونو د نهر سراج ولسوالۍ اړوند پر عمومي لاره یو موټر کې نشه يي توکي ترلاسه کړي؛ خو قاچاقبر یې په تېښته بریالي شوي دي.))

په دې وروستيو دوو مياشتو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په دويمه، درېيمه او څلورمې امنيتي حوزو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ وقفه يي جګړې روانې دي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د دغه ولايت له ١٣ ولسواليو څخه شپږ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د يو شمېر نورو ولسواليو يواځې ودانۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.