کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى، هغه سرتېري يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې چې د افغانستان په بګرام پوځي اډه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې ټپي شوى و.
دغه ځانمرګى بريد چې وسله والو طالبانو يې مسووليت پر غاړه اخيستى، د روان لمريز کال د لړم په ٢٢مه د بګرام پوځي اډې په دننه کې رامنځته شو.
په دې پېښه کې دوه پوځي او دوه ملکي قراردادي امريکايي وګړي وژل شوي وو او تر ١٧ پورې نور ټپيان وو.
د امريکا دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې په ياده پېښه کې له ټپي شوو سرتېرو څخه يو تن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
سرچينې زياته کړې چې د دغه سرتېړي له مړينې سره د بګرام په پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.
په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د ناټو ١٦ سرتېري وژل شوي چې ١٤ يې امريکايان دي. خبر
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن