ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا دفاع وزير کابل ته راغلى

د امريکا دفاع وزير کابل ته راغلى

author avatar
9 Dec 2016 - 11:36
د امريکا دفاع وزير کابل ته راغلى
author avatar
9 Dec 2016 - 11:36

کابل (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۵): د امريکا دفاع وزير په يوه ناڅاپي سفر نن د ليندۍ په ١٩مه کابل ته راغلى دى.   

د سي ان ان په نامه امريکايي تلوېزيون اعلان وکړ چې د امريکا دفاع وزير اشتون کارتر د ليندۍ په ١٩مه کابل ته سفر کړى دى. 

ويل شوي چې کارتر به ددې سفر پرمهال له ولسمشر اشرف سره په ارګ کې وګوري او  له هغه وروسته به د بګرام په نظامي اډه کې د خپل هېواد سرتېرو سره هم ليدنه وکړي .

تراوسه له افغان لوري سره ددغه امريکايي لوړپوړي چارواکي د خبرو اصلي محور نه دى معلوم او نه تراوسه افغان چارواکو په دې اړه څه ويلي دي.

د يادونې ده چې يوه اوونۍ مخکې د امريکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د حالاتو په اړه ټېلېفوني خبرې کړې وې او هغه ته يې د هر ډول مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړى و .

 امريکا اوس مهال په افغانستان کې ٩٨٠٠سرتېري لري .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.