ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر :  تجارت بايد د سياست قرباني نه شي

سوداګر : تجارت بايد د سياست قرباني نه شي

author avatar
9 Dec 2016 - 14:03
سوداګر :  تجارت بايد د سياست قرباني نه شي
author avatar
9 Dec 2016 - 14:03

کندهار(پژواک ۱٩ليندۍ ۹۵):د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو سوداګرو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي او تجارت بايد د سياست قرباني نه شي.

دا څرګندونې په هغه کنفرانس کې وشوې چې د کرښې د دواړو غاړو د سوداګريز تواصل تر سرليک لاندې تېره ورځ په کندهار کې جوړ شوى و.

په دې کنفرانس کې د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو سوداګرو تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي، د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، په کندهار کې د پاکستان جنرال کونسل عارف بېټني او ګڼ شمېر نورو مسوولينو او صنعتکارانو ګډون کړى وو.

د کنفرانس په څنډه کې د کندهار صنعت اړوند د توليدي توکو يو نندراتون هم جوړ شوى و.

په پيل کې د سوداګرۍ د ګډې خونې او د سارک د غړو هېوادنو د خونې مرستيال حاجي محمد صديق مومند خبرې وکړې او ويې ويل، لومړى ځل دى چې د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو سوداګر د سوداګرۍ د ودې او په دې برخه کې د شته ستونزو  د حل په موخه په کندهار کې سره يو ځاي کېږي.

هغه زياته کړه، کندهار له پخوا څخه د هېواد د سوداګرۍ مهم مرکز دى او په همدې بنسټ د سارک سازمان په پام کې لري چې دغلته يو لوى صنعتي پارک جوړ کړي، چې د ټاپي نل ليکې سره په څنګ کې به پروت وي.

د ده په خبره، په همدې بنسټ د دوى موخه دا ده چې څنګه کېداى شي دلته سوداګري او صنعت وده وکړي او دغه څه د سياست قرباني نه شي.

مومند يادونه وکړه چې پاکستاني سوداګر په افغانستان کې هيڅ راز ستونزه نه لري، په کار ده چې په ورته توګه افغان سوداګر هم په پاکستان کې هيڅ راز ستونزه و نه لري.

نوموړي خبر ورکړ چې سبا به په سپين بولدک کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونه پرانېستل شي څو له دې لارې وخت په وخت د کرښې د دواړو غاړو د سوداګرو ستونزې حل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزي وويل، د پاکستان د ناسم سياست له امله سوداګري زيانمنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ کوم سياسي تاوتريخوالي پيدا شوي د دواړ هېوادونو د اقتصاد په زيان دي.

نومړي د بېلګې په توګه يادونه وکړه چې پخوا به هره ورځ  دوه زره افغان ناروغان پاکستان ته د درملنې لپاره تلل، خو اوس دغه ناروغان هندوستان ته ځي او هلته درملنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.