چاريکار (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): د سيمې خلک او چارواکي وايي، وسله والو مخالفينو د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې څلور کسان دولت ته د جاسوسۍ په تور پر ډزو وژلي دي.
د سياه ګرد ولسوال هدايت الله ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي هوايي ځواک د روانې (ليندۍ) مياشتې په ١٦مه د سياه ګرد ولسوالۍ د سيدانو په دره کې پر وسله والو طالبانو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه طالبان ووژل شول او يو ټپي شو.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د ليندۍ په ١٧مه د سياه ګرد د سيدانو په دره کې پنځه ملکي وګړي پر دې تور ونيول چې ګواکې ياد هوايي بريد د دغو پنځو کسانو د معلوماتو ورکولو پر بنسټ ترسره شوى دى.
ولسوال وايي، وسله والو مخالفينو تېر ماښام له يادو پنځو کسانو څلور یې پر ډزو وژلي او يو يې بېرته خوشى کړى دى.
د سيدانو درې يوه ملک محمد شريف هم وايي چې وسله والو مخالفينو د سيدانو درې د جوزار کلي اوسېدونکى عظيم ګل، د همدې درې د خانخېلو کلي اوسېدونکي او دوه وروڼه (چمن ګل او باغ ګل) د همدې درې د سنګ لشم کلي اوسېدونکي خداى نور او يونس ګل نيولي و.
هغه وايي چې وسله والو مخالفينو يونس ګل ښه ډبولى او بيا يې خوشى کړى خو پاتې نور څلور تنه يې پر ډزو وژلي او نن خاورو ته سپارل کېږي.
يادې دواړه سرچينې وايي چې دغه کسان ټول ملکي وګړي وو او هېڅ دولتي دنده یې نه درلوده.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن