ګردېز، کلات (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي .
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې ګډو ځواکونو د زرمت په بېلابېلاسيمو کې د وسله والو طالبانو پرضد عمليات پيل کړي دي.
ده زياته کړه، تر اوسه پورې په دې عملياتو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او څلور تنه يې ټپيان شوي.
د ځدراڼ په وينا، په دې عملياتو کې يې يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيولي او د ګډو ځواکونو څلور سرتېري هم ټپيان شوي دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو غوښتل چې د دوی پر مرکزونو او نورو ځايونو بريدونه وکړي، خو په خپل هدف کې يې پرمختګ نه دی کړی.
دی زياتوي، تر اوسه پورې يې د امنيتي ځواکونو دوه موټر ويجاړ کړي، ۷ امنيتي سرتېري يې وژلي او دوه طالبان هم ټپيان شوي دي.
د يادولو ده چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره افغان امنيتي ځواکونه په ناامنو سيمو کې دا ډول عمليات پيلوي.
د يوه بل خبر له مخې، د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو چاودنه شوې ده.
د زابل د والي وياند اسلام ګل سيال پژواک اژانس ته وويل، چاودنه نن غرمه د يادې ولسوالۍ د جلدک په سيمه کې شوې ده.
هغه زياتوي، په دې چاودنه کې يو د ملي اردو سرتېرى او يو پوليس ټپيان شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن