ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د کرکټ د لوبغاړو پر ملاتړ لاريون وشو

کندهار کې د کرکټ د لوبغاړو پر ملاتړ لاريون وشو

author avatar
10 Dec 2016 - 12:21
کندهار کې د کرکټ د لوبغاړو پر ملاتړ لاريون وشو
author avatar
10 Dec 2016 - 12:21

کندهار (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): کندهار مېشتو سلګونو ځوانانو او د کرکټ مينه والو د کرکټ له ملي لوبغاړو سره د کرکټ بورډ د مرکزي ادارې د ناسم چلند په خلاف لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د کرکټ د ملي لوبغاړو په ملاتړ شعارونه ورکول او د کرکټ بورډ يو شمېر مسوولين يې پر فساد تورن کړل.

هغوی له ولسمشره غوښتنه کوله چې د کرکټ بورډ چارواکي له دندو ګوښه کړي او له لوبغاړو سره د دوی د ناسم چلند پوښتنه وکړي.

د کرکټ ځينو ملي لوبغاړو شاپور ځدراڼ او شفيق الله شفق په دې وروستيو کې له رسنيو سره په خپلو مرکو کې د کرکټ بورډ اداره په فساد تورنه کړې او ويلې يې دي چې ناسم چلند ورسره کېږي او له لوبو کښېنول شوي دي.

لاريون کوونکو د يادو لوبغاړو په ملاتړ له ځانونو سره بېلابېل شعارونه هم لېږدول چې "پر شاپور ځدراڼ د کرکټ بورډ د فاسدو چارواکو بې ځايه تورونه غندو، ملي لوبډله د افغانستان وياړ، د کرکټ بورډ چارواکي دې ژر تر ژره ګوښه او د قانون منګولو ته وسپارل شي." لیکل شوي وو.

د لاريون يوه برخه وال غوث الدين فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، د لاريون موخه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو سره د کرکټ بورډ د چارواکو د ناسم چلند غندنه ده.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې د کرکټ بورډ د ادارې له خوا د کرکټ يو شمېر ملي لوبغاړي چې تل يې هېواد ته ویاړونه ګټلي او په میلیونونو افغانانو ته یې خوښۍ وربخښلي، له لوبو کښېنول شوي او ناسم چلند ورسره کېږي.

دی وايي: ((د همدې لاریون له لارې مو وغوښتل چې د خپلو ملی اتلانو ملاتړ وکړو او د کرکټ بورډ د ناسم چلند غندنه وکړو.))

د لاريون يوه بله برخه وال انجنير کمال هاشمي له ولسمشر څخه وغوښتل چې له ملي لوبغاړو سره د کرکټ بورډ ناسم چلند و څېړي، ویستل شوي لوبغاړي بیرته خپلو لوبو ته ستانه کړي او په کرکټ بورډ کې اهل کسان په دندو وګوماري.

هغه زیاته کړه، په دې وروستيو کې د کرکټ بورډ د رييس نسیم دانش او اجرایوي رییس شفیق ستانکزي په اړه نه یوازې د خلکو، بلکې په خپله د لوبغاړو له خوا هم اعتراضونه او نیوکې ډېرې شوي او دا د دې معنا ورکوي چې په دې اداره کې فساد شته.

دی وايي، کرکټ یوازېنی څه دي چې هم یې د ټول هېواد اوسېدونکو ته تل خوښي ورکړي او هم یې د هغوی تر منځ یووالی ټینګ کړی، په کار ده د کرکټ بورډ اداره او په ټوله کې کرکټ له فساده وژغورل شي.

د قدرت الله کامران په نوم يوه ځوان پژواک اژانس ته وویل، کرکټ په ټول افغانستان پورې اړه لري او کرکټ بورډ يوه ملي اداره ده، ځکه نو دلته فساد هیڅ د زغم وړ نه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.