ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالانې: په خوست کې ښځو ته پاملرنه کمه شوې

مدني فعالانې: په خوست کې ښځو ته پاملرنه کمه شوې

author avatar
11 Dec 2016 - 13:43
مدني فعالانې: په خوست کې ښځو ته پاملرنه کمه شوې
author avatar
11 Dec 2016 - 13:43

خوست (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۵): د ښځو د حقونو مبارزينې او مدني فعالانې وايي چې د ملاتړ کوونکو ادارو د کمې پاملرنې په پايله کې په خوست ولايت کې په فرهنګي فعاليتونو کې د ښځو ونډه مخ پر کمېدو ده.

په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه دفتر د ښځو د څانګې مشره زرمينه شمس وايي چې افغان دولت او ځينې بسپنه ورکوونکې ادارې د ښځو پرمختګ ته د پخوا په څېر پاملرنه نه لري.

هغې له پژواک اژانس سره په خبرو کې په ياده برخه کې د خوست د ښځو چارو د رياست پر مسوولينو کلکه نيوکه وکړه چې ګني د بې کفايتۍ له امله نه شي کولای په فرهنګي فعاليتونو کې ښځې ونډې اخيستنې ته وهڅوي.

شمس زياته کړه: ((موږ ګورو چې د خوست د ښځو چارو د رياست له لوري لکه د پخوا په پرتله چې غونډې به يې لرلې، اوس کمرنګه دي؛ ځکه رياست دا وړتيا نه لري چې ښځې را وغواړي، پروګرامونه ورته جوړ کړي او ويې هڅوي.))

پر خوست سربېره د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ښځو فرهنګي وضعيت په داسې حال کې تر پخوا کمزوری برېښي چې د افغانستان د ملي ستراتيژۍ له مخې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې ته پاملرنه زياته شوې ده.

په خوست کې د ښځو د ملي ارمان ټولنې مشره زينب افغان بيا وايي چې د نورو لاملونو سربېره ځينې کلتوري محدوديتونه په جوړېدونکو غونډو او نورو فرهنګي پروګرامونو کې د ښځو د ونډې مخه ډب کړې ده.

دغه راز د زينب افغان په وينا، د يو شمېر خلکو له لوري له بېلابېلو لارو د نجونو ځورونه هم د دې لامل شوې چې په پايله کې يې کورنۍ د ښځو پر وړاندې د فرهنګي، مدني او ټولنيزو فعاليتونو خنډ جوړېږي.

زينب افغان پژواک اژانس ته وويل: ((له وروڼو څخه دا هيله کوو چې موږ ته ستونزې مه جوړوئ، له موږ سره مرسته وکړئ چې په پروګرامونو کې ګډون وکړو او د افغان مېرمنو ستونزې تر مسوولينو ورسوو)).

په دې لړ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مسووله زرمينه شمس اندېښنه څرګندوي چې که دې برخې ته له سره پاملرنه ونه شي، راغلې لاسته راوړنې له رکود سره مخ کېدای شي.

زرمينې پژواک ته وويل: ((د ښځو د ظرفيت لوړونې لپاره همدا غونډې بهترينه لار ده چې خپل حقونه وپېژني او په ازاد ډول او په پوره جرئت سره خپل حقوق له دولت او نوروو ادارو وغواړي.))

پژواک خبري You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.