ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بامیانو کې د بودا له ویجاړو شوو بوتانو یو یې بیارغول کېږي

په بامیانو کې د بودا له ویجاړو شوو بوتانو یو یې بیارغول کېږي

author avatar
11 Dec 2016 - 11:04
په بامیانو کې د بودا له ویجاړو شوو بوتانو یو یې بیارغول کېږي
author avatar
11 Dec 2016 - 11:04

بامیان (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۵): د بامیانو والي وايي چې د افغانستان حکومت له نړیوالو متخصصانو سره تر خبرو وروسته هوکړې ته رسېدلی چې په بامیانو کې د بودا د ویجاړو شوو بوتانو هغه کوچنی یې بیا ورغوي.

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر په یوه نړیواله غونډه کې له ګډون وروسته چې په دې اړه په المان کې جوړه شوې وه، له خبریالانو سره خبرې وکړې.

دغه غونډه د افغانستان د دولت او د المان، سوېلي کوریا، جاپان، ایټالیا او همدارنګه د یونسکو سازمان د علمي، روزنیز او فرهنګي برخې د استازو په ګډون د روانې میاشتې له ۱۱مې تر ۱۳ نېټې پورې جوړه شوې وه.

هغه وویل، په دې ناسته کې هوکړه وشوه څو د بودا له دوو مجسمو یوه یې (شهمامه) د هغې له پاتې شونو په ګټې اخیستنه بیا ورغوي او د صلصال او شهمامې تر مځ ساحه کې یو تفریحي پارک جوړ شي او نور اړوند اثار هم بیا ورغول شي.

د صلصال بوت ۵۵ متره او شهمامې ۳۸ متره لوړوالی درلود او د نړیوالو پر مخالفت سربېره هم د ۱۳۷۹ کال د کب په ۱۹مه د طالبانو له خوا ویجاړې شوې.

والي زیاته کړه، ټاکل شوې چې د دې مجسمې د بیارغولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه په هغې ناسته کې وشي چې د ۲۰۱۷ کال په کتوبر میاشت کې په جاپان کې جوړېږي.

دغه ځايي مسوول څرګنده کړه چې په دې اړه په مخکنیو جوړو شوو غونډو کې چې په افغانستان او بهر کې جوړې شوې وې، د بودا د مجسمو د بیارغولو په اړه تصمیم نه و نیول شوی او دغه تازه هوکړه د افغانستان لپاره د ځانګړي ارزښت لرونکی دی.

طاهر زهیر زیاته کړه چې د بودا د لرغونو ابدو بیارغونه به د ګرځندویانو د ډېرې پاملرنې لامل شي او له بامیانو به د خلکو لیدنه ډېره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.