پل علم (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٥): په لوګر کې د ٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت د پنځو رغنيزو پروژو چارې بشپړې او د يوې بلې پروژې چارې پيل شوې.
د لوګر والي محمد حليم فدايي د يادو پنځو پروژو په پرانېست غونډه کې وويل چې د ١٨ ميليونو افغانيو په لګښت د ولايت په مرکز پل علم کې د درېيو او په خوښۍ ولسوالۍ کې د دوو ښوونځيو احاطوي دېوالونه جوړ شول.
ده زياته کړه، د دې پروژو لګښت د پوهنې وزارت د پوهنې د کيفيت لوړونې ملي پروګرام له خوا ورکړل شوى دى.
له بلې خوا په پل علم کې د عالي دارالمعلمين د نجونو د تدريسي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
فدايي وايي، پر دې ودانۍ ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د هند له خوا ورکول کېږي او کارونه به يې په لسو مياشتو کې بشپړ شي.
د هغه په وينا، اوسمهال د دارلمعلمين هلکان او نجونې په يوې ودانۍ کې زده کړې کوي، خو د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به نجونو ته د لا ښو زده کړو زمينه برابره شي.
لوګر دا مهال ٣٠٧ ښوونځي لري چې ٧٠ يې ودانۍ نه لري او په دې ټولو ښوونځيو کې د پنځوس زرو نجونو په ګډون ١٥٠زره تنه درس وايي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن