کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): د جاپان حکومت ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د ځينو وژونکو ناروغیو د واکسین په برخه کې ۱۲اعشاریه ۴ میلیون ډالر مرسته کوي.
د مرستو دغه اعلان په کابل کې د جاپان سفیر، متسوجي سوزاکا، د ليندۍ په ٢٣مه، د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر، فیروزالدین فیروز او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د استازي اډل خضر سره په ګډه خبري غونډه کې وکړ.
د جاپان سفير زياته کړه، هېواد له افغانستان او ملګرو ملتونو سره ۱۲میاشتنۍ تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې د جاپان د نړیوالې ملګرتیا ادارې (جایکا) په ملتیا سره په افغانستان کې ځينو وژوونکو ناروغیو د مخنیوي په موخه ۱۲اعشاریه ۴ میلیون ډالره مرسته کوي.
د هغه خبرپاڼې له مخې، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا پژواک خبري آژانس ته رالېږل شوې، د افغانستان د عامي روغتیا وزیر، ډاکټر فیروزالدین فیروز د جاپان هېواد له یادې مرستې څخه په مننې سره زیاته کړه :(( د جاپان دولت او یونیسف په تېرو کلونو کې زموږ سره په کتلوي معافیت کې اساسي ونډه اخیستې او موږ د جاپان د دوامداره پانګونې له امله مننه کوو چې د معمول معافیت او د پولیو د کمپاینونو د پياوړتیا لپاره یاده پانګونه مهمه وه.))
د جاپان سفیر ویلي، دا د هغو ۷۵ میلیون ډالري مرستې سربېره دي، چې هېواد یې له ۲۰۱۰ کال څخه د پولیو د له منځه وړلو او کتلوي معافیت له پروګرام سره کړې دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازې، اډل خضر هم د جاپان له مرستې په مننې سره وويل : ((د جاپان له خلکو او دولت سره زموږ شراکت په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ژوندي پاتې کېدو کې ستر بدلون را منځ ته کړی او په تېره یوه لسیزه کې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ناروغۍ کچه کابو نیمايي کمه شوې او په دې بریا کې د واکسین پروګرام ډېره ونډه درلودلې ده.))
نوموړې دغه راز زیاته کړې، چې د پولیو پېښې په ۲۰۱۵ کال کې شل او سږ کال ۱۲ ته راټيټې شوې دي او له ډېرو ننګونو سره سره دوى باید د اډول تحرک او په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي، تر څو د واکسین په وسيله د پولیو او ورته نورو ناروغیو مخه ونیول شي.
په غونډه کې د افغانستان د جایکا د دفتر استازي ایکایرو چو وویل: (( د انتاني ناروغیو کنټرول افغانستان ته د جایکا د مرستو د پالیسی لومړیتوب دی؛ موږ پر دې باور یو چې معیاري واکسینونو ته لاسرسی د نړیوال روغتیایی پوښښ لپاره اساسي دي. ))
د هغه په وينا، جایکا هوډ لري ترڅو له افغانستان سره د پولیو د له منځه وړلو په هڅو کې د دولت او شریکانو په همغږۍ سره مرسته وکړي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، د جاپان د حکومت مرسته به د عادي واکسینونو کلنی اندازه د تقریبآ ۱.۳ میلیونو د یو کال څخه کوچنیو ماشومانو لپاره په تدارکاتو ولګول شي. په دې واکسینونو کې د بي سي جي واکسین د توبرکلوز لپاره، د خولې له لیارې د پولیو واکسین د دماشومانو د فلج لپاره او د هیپاټایټس بي واکسینونه شامل دي.
سربېره پر دې د دې مرستې په ترڅ کې تقریبآ ۲.۵ میلیونه د امیندوارۍ وړ ښځې به د تیتانوس د واکسین له ترلاسه کولو ګټه پورته کړي. دا مرستې به د واکسین د کلنیو کمپاینونو لپاره د واکسیونونو ۳۶ میلیونه ډوزونه چمتو کړي، چې د واکسین د کلنۍ اړتیا د ۱۱۰ میلیونه ډوزونو له ۳۰ سلنې څخه ډیره برخه جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن