ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : له غیر مسوولو وسله والو سره به جدي او قانوني چلند وشي

ولسمشر غني : له غیر مسوولو وسله والو سره به جدي او قانوني چلند وشي

author avatar
13 Dec 2016 - 18:02
ولسمشر غني : له غیر مسوولو وسله والو سره به جدي او قانوني چلند وشي
author avatar
13 Dec 2016 - 18:02

کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): يو څېړونکى پلاوى وايي، ځينې غيرمسوول وسله وال له ځانونو سره کم عمره کسان ګرځوي، خو ولسمشر په ټينګار سره وايي چې له غیر مسوولو وسله والو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن  په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې له ۱۸ کلنۍ څخه د کم عمره ځوانانو د شتون په اړه د ارزونې پلاوي له غړو سره په کتنه کې د یاد پلاوي د ابتدایي ارزونو او موندنو راپور واورېد.

سرچينه ليکي چې د جمهوري ریاست سلاکار او د ارزونې د پلاوي مشر محمدیونس هوتک وویل چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو د منسوبینو په لیکو کې له ۱۸ کلنۍ څخه د کم عمره ځوانانو د موجودیت د ارزونې په موخه یې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته سفرونه کړي.

د هوتک په وينا، په ولایتونو کې د ارزونې پرمهال یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې داسې څوک نه دي موندلي چې قانوني عمر یې نه وي بشپړکړی.  

خو هغه ويلي چې ځینې غیر مسوول وسله وال کم عمره ځوانان له ځانونو سره ګرځوي چې هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین نه دي.

په خبرپاڼه کې د دغو غيرمسوولو وسله والو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ارزونې د پلاوي مشر ويلي چې د پولیسو روزنیز مرکز او د کابل ښار امنیتي حوزې به هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو د شتون په موخه وارزوي.

د خبرپاڼې له مخې، غني په دې ناسته کې ويلي چې  دا ډېره حساسه موضوع ده او باید په ډېر دقت وارزول شي.

 هغه ټینګار کړى چې د ارزونې پلاوی دې د خپلو ارزونو موندنې په واضح او جامع ډول ترتیب او له وړاندیزونو سره یو ځای دې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو اوخلکو سره شریکې کړي.

ولسمشر ويلي چې له غیر مسوولو وسله والو افرادو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

د ده په وينا، امنیتي او دفاعي ارګانونه دې د دغې موضوع په اړه د خلکو د نظرونو او شکایتونو د اورېدلو په موخه په هر امنیتي او دفاعي مرکز او اداره کې یوه ځانګړې ټيلېفوني شمېره ایجاد کړي، تر څو خلک له هغې لارې په اسانۍ اړیکه ونیسي او خپل نظرونه او شکایتونه له دوی سره شریک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.