ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سينې سرطان ناروغۍ د تشخيص دويم مرکز پرانيستل شو

کابل کې د سينې سرطان ناروغۍ د تشخيص دويم مرکز پرانيستل شو

author avatar
14 Dec 2016 - 19:50
کابل کې د سينې سرطان ناروغۍ د تشخيص دويم مرکز پرانيستل شو
author avatar
14 Dec 2016 - 19:50

کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٥): د کابل ښار په استقلال روغتون کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د سينې سرطان ناروغۍ د تشخيص مرکز پرانيستل شو.

د عامې روغتيا وزير دوکتور فيروزالدين فيروز نن (د ليندۍ ٢٤) د ياد مرکز د پرانيستې په مراسمو کې وويل، ياد مرکز د ايټاليا هېواد له لوري په څلورو پوړونو کې په معياري توګه جوړ او په ټولو پرمختللو طبي وسايلو مجهز دى.

د عامې روغتيا وزير د ايټاليا له مالي مرستې څخه د مننې ترڅنګ وويل، په هېواد کې د سينې سرطان د راکمولو په برخه کې به ياد مرکز ښې پايلې ولري.

 فيروز د خپلو خبرو په دوام کې په افغانستان د عامې روغتيا او د ايټاليا هېواد ترمنځ په کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د زړه ناروغيو د درملنې مرکز له جوړولو خبر ورکړ.

د هغه په وينا، د دا ډول مرکزونو جوړول له هېواد څخه بهر ته د افغانانو له تګ مخنيوى کوي.

دغه راز په دې غونډه کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني پيغام هم ولوستل شو.

د هغې په پيغام کې راغلي و، د استقلال په روغتون کې د سينې سرطان د تشخيص په برخه کې د يوه مجهز مرکز پرانيستل، په هېواد کې د يادې ناروغۍ پر وړاندې د تشخيص په برخه کې مثبت ګام دى.

کابل کې د ايټاليا سفير روبرتو کنتوني هم وويل، د افغانستان د روغتيا له سکټور سره همکاري د ياد هېواد له لومړيتوبونو څخه ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې ايټاليا به په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن وي او ياد هېواد له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې له افغانستان سره د روغتيا په سکټور کې ٢٣ ميليون يورو مرسته کړې ده.

دغه مرکز د سينې سرطان له تشخيص سربېره د انډوسکوپي، ايکوکارديوګرافي، سي ټي سکن، الټراساونډ، اکسرې او لابراتوار برخې هم لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د جمهوريت په روغتون کې هم پر ټولو پرمختللو طبي وسايلو د يادې ناروغۍ يو مرکز پرانيستل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.