پل علم (پژواک، ۲۴لیندی۹۵): د لوګر په مرکز پل علم کې د کډوالو لپاره د استوګنې د ٣٠٠٠ نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.
د لوګر والي محمد حليم فدايي د دې نومرو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېر يو کال راهيسې دې ولايت ته نږدې ١١٠٠ کډوالې کورنۍ راستنې شوي، چى په لومړي سر کې به يادې نومرې هغوى ته او بيا پخوانيو کډوالو ته ورکړل شي.
ده زياته کړه، تردې مخکې هم په ياد ښارګوټي کې چې اته زره جريبه ځمکه لري او ١٦٠٠٠ نومرې په کې په پام کې نيول شوې دي، پنځو زرو کډوالو ته نومرې ورکړل شوې وې.
د کډوالو چارو وزير سيد عالمي بلخي په دې مراسمو کې وويل، په دې ښارګوټي کې ځينو ټولګټو ودانيو لکه ښوونځي، روغتيايي مرکزونو او وړکتون ته ځمکې په پام کې نيول شوي او په راتلونکي کې به يې ودانۍ هم جوړې کړي.
د ګل اغا په نامه د خوښۍ ولسوالۍ د دوبندي سيمې اوسېدونکي چې درې مياشتې وړاندې د پېښور له شمشتو کمپ څخه راستون شوى، پژواک ته وويل: "شکر دى چې خپل هېواد ته راغلم او اوس راته حکومت د استوګنې ځمکه راکړه."
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې په ښارګوټي کې ورته د څښاک د پاکو اوبو، ښوونځي او کلينيک لپاره ودانۍ جوړې کړي او امنيت يې هم ټينګ کړي.
په ياد شوي ښارګوټي کې دا مهال ٢٠٠٠ کورنۍ ژوند کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن