ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست په صبريو ولسوالۍ کې ۳۰ بستريز روغتون جوړېږي

author avatar
19 Dec 2016 - 15:58
author avatar
19 Dec 2016 - 15:58

خوست ښار (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥) د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د يوه ۳۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې د څلورو ولسواليو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

د خوست د ولايتي چارواکو په وينا، له ياد روغتون څخه به د صبريو ولسوالۍ له اوسېدونکو سربېره د باک، تريزيو او د ځاځي ميدان ولسواليو اوسېدونکي به هم ګټه اخلي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د ليندۍ په ٢٩مه د دغه روغتون د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پردې روغتون ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د عامې روغتيا وزارت يې ورکوي.

هغه زياته کړه چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د يادو څلورو ولسواليو اوسېدونکو په بېلابېلو برخو کې اړين روغتيايي خدمات وړاندې شي.

نوموړی وايي: ((دغه ۳۰ بستريز روغتون به په ۱۸ مياشتو کې بشپړ شي او هيله من يم چې ددغه روغتون په جوړېدو سره به تريزيو، د صبريو، باک او د ځاځي ميدان ولسونو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.))

په همدې حال کې د خوست د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر ګل محمدالدين محمدي منګل پژواک اژانس ته وويل چې يادې څلور واړه ولسوالۍ له خوست ښار څخه څه لرې دي.

هغه زياته کړه، له دې امله چې د دغو سيمو ناروغان په خپل وخت د خوست ولايتي ملکي روغتون ته نه رسيدل، هغوی ته يې په سيمه کې د يوه معياري روغتون جوړول ډېر اړين وبلل.

دى وايي: ((دلته د يو روغتون جوړولو ته ډېره اړتيا ده؛ ځکه دا ولسوالۍ ډېرې لرې دي، زياتره ټپيان او ډېرې ميندې د زېږون پر مهال په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.))

د صبريو ولسوالۍ يو قومي مشر محمد اشرف له پژواک اژانس سره په خپلو خبرو کې د ياد شوي روغتون جوړيدو ته خوښي وښوده او ويې ويل، چې په دې سره به ددوی ډېرې ستونزې هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.