ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغيس کې يوه ښځه وژل شوې

په بادغيس کې يوه ښځه وژل شوې

author avatar
19 Dec 2016 - 12:31
په بادغيس کې يوه ښځه وژل شوې
author avatar
19 Dec 2016 - 12:31

 کلا نو(پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): ځينې سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې يوه اتلس کلنه مېرمن پر ډزو وژلې ده ، خو طالبان دا ادعا بې بنسټه بولي.

د بادغيس ولايتي شورا غړي محمد ناصر ناصري د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه پرون مازديګر د ابکمري ولسوالۍ په دايزنګي کلي کې رامنځته شوې ده.

 هغه وويل چې وژل شوې مېرمن عزيزه نومېده او څه وخت وړاندې د خپل خاوند له لوري طلاقه شوې وه.

هغه زياته کړه: ((د عزيزې خاوند له څو کلونو راهيسې په ايران کې و او څه وخت وړاندې يې کوم خپلوان د خپل وکيل په توګه غوره کړ، څو له دې لارې خپله مېرمن (عزيزه) طلاقه کړي.))

د بادغيس د ولايتي شورا ياد غړي وويل چې عزيزه له خپل خاوند نه تر طلاق اخيستو وروسته له يوه بل کس سره نکاح کړې او ارام ژوند يې درلود، خو څو ورځې وړاندې يې لومړى خاوند له ايران څخه راستون شو او ادعا يې وکړه چې دې مېرمنې ته يې طلاق نه دى ورکړى او غواړي چې ژوند ورسره وکړي.

د دغه ځايي چارواکي د معلوماتو پر بنسټ، يادې موضوع په سيمه کې ستونزه را پيدا کړه او بالاخره  دغه ښځه د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا عصمت الله په لارښوونه پر ډزو  ووېشتل شوه.

په ورته وخت کې د بادغيس د والي وياند ظاهر بهاند هم په ابکمري ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د يوې ښځې د وژلو پخلى وکړ، خو په دې اړه يې زيات جزييات ورنه کړل.

 خو وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې کسان يې د يادې ښځې په وژلو کې لاس نه لري

طالب  وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د اب کمري ولسوالۍ  په دایزنګي کلي کې یوه ښځه وه چې خاوند يې په ایران کې و، ښځه له یوبل کس سره له کوره تښتېدلې ، بیا خپلوانو او د سیمې خلکو فيصله کړې وه چې ښځه دويم سړي ته ور پرېږدي، کله چې يې لومړی خاوند له ایران څخه راغى، طالبانو ته يې عريضه وکړه چې ښځه يې بې له دې چې طلاق ورکړي له دويم کس سره واده کړی .

احمدي زياته کړه چې د طالبانو محکمې  د قضيې په اړه څېړنه وکړه او ترهغو چې د طلاق اخیستلو شواهد وښودل شي، ښځه يې له دويم خاوند څخه جلا کړه او د پلار په کور کې يې کښینوله، خو  دوه شپې وړاندې د ښځې لومړی خاوند له  دوه  نورو  وسله والو  کسانو سره د ښځې د پلار کورته په شپه کې  ورغلى او ښځه يې وژلې ده.

هغه زياته کړه چې طالبانو  د ښځې قاتل او دوه ملګري نيولي او  موضوع تر څېړنې لاندې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.