لښکرګاه (پژواک، ٢٩ لیندۍ ۹۵): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وروستيو جګړو له امله له بېځايه شوو پنځه سوه کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د سرې مياشتې رييس اسدالله مايار د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پنځه سوه کورنۍ د وروستيو جګړو له امله د ګرشک له بېلابېلو سيمو مرکز ته کډه شوي دي.
هغه وويل چې دغه کورنۍ د يو کمېسيون له لوري سروې شوې او د مرستو د ورکړې لړۍ يې نن پيل شوه.
ده زياته کړه چې هرې کورنۍ ته د لومړنيو توکو په ګډون لس ډوله خوراکي توکي او ځينو کورنيو ته خېمې هم ورکول کېږي.
ده وويل: ((موږ پوره کوښښ کوو چې مرستې اړمنو کورنيو ته ورسوو او شفافيت په پام کې ونيسو.))
د يادو مرستو اخيستونکو له ډلې سيف الرحمن پژواک ته وويل چې د جګړو له امله د ګرشک له ادم خان سيمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې دى.
هغه وايي: ((نن سرې مياشتې موږ د خوراکي موادو تر څنګ يوه خېمه هم راکړه ځکه ما سرپناه نه لرله.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په کورنۍ کې نهه کسان دي او دغه مرستې ورته بسنه نه کوي، بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.
د بي بي په نوم يوې سپين سرې ښځې پژواک ته وويل: ((موږ په کور کې ٧ کسان يو، ډېر مشکلات لرو ښه شو چې سرې مياشتې موږ سره کومک وکړ.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن