ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګيلان کې د ترافيکي پېښې له امله  ١٦تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ګيلان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٦تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Dec 2016 - 15:27
په ګيلان کې د ترافيکي پېښې له امله  ١٦تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Dec 2016 - 15:27

غزني ښار(پژواک،٣٠ ليندۍ٩٥): د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ نور ټپيان دي.

د ګيلان ولسوال محمد کريم تره کي د ليندۍ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا يوه بجه د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-کندهار پر لويه لار يو ٤٠٤ ډوله موټر له يو ټانکر موټر سره جنګيدلى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يو تن مړ شوى او ١٥ نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې پنځه ښځې هم شاملې دي.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، ټپيان روغتون ته انتقال شوي خو د اتو تنو روغتيايي حالت ښه نه دى.

د دې پېښې په اړه د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه دوى ته ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.

ده وويل چې د ټپيانو په منځ کې د  اوو تنو روغتيايي حالت ښه نه دى او کيداى شي کابل ته انتقال شي.

د يادونې ده چې ډيرى وخت دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او ځينې وختونه هم د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کيږي.

تردې وړاندې هم د کابل-کندهار پر لويه لاره ورته پېښې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.