کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): بېلابېلې سرچينې د فوټبال فدراسيون مشر تورنوي چې د هغه د قانوني مودې د شاوخوا درېيو مياشتو په تېرېدو سره د ټاکنو ترسره کولو ته حاضر نه دى، خو د فدارسيون وياند وايي چې فيفا تر اوسه پورې د ټاکنو له ترسره کولو سره هوکړه نه ده کړې.
د افغانستان د فوټبال ملي ټېم پخواني روزونکي علي عسکر لعلي کمک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد د فوټبال په فدراسيون کې د "قانوني سرغړونو" او "ستونزو رامنځته کېدو" په اړه د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) ته شکايت کړى دى.
هغه وويل: "هغه کارونه چې اوسمهال د فوټبال په فدراسيون کې روان دي، نمايشي دي او داسې کوم پروګرام چې د هېواد د فوټبال روښانه راتلونکې لپاره په کې اغېز پروت وي، شتون نه لري."
لعلي زياته کړه: "د افغانستان د فوټبال فدراسيون له مودې راهيسې په ځوړند حالت کې دى او کوم پروګرام نه لري او يو دليل يې هم د فوټبال د رييس د کار پاى ته رسېدل دي چې تر اوسه پورې له دريو مياشتو راهيسې په غيرقانوني توګه خپل کار ته دوام ورکوي."
د ملي ټېم د پخواني روزونکي په وينا، د فوټبال فدراسيون رياست د ټاکنو ترسره کولو نېټې تېرېدل ناوړه پايلې درلودلى شي چې په هېواد کې د فوټبال ودې، په نړيوالو سياليو کې د افغانستان د شتون پر لړۍ او دغه راز د هېواد د فوټبال پر باور او ټولنيز ناوړه اغېز پرېباسي.
علي عسکر لالي وويل: "د فوټبال فدراسيون په اوسني مشرتابه کې غيرمسلکي او ناتوانه کسان ځاى پر ځاى شوي او له بده مرغه د هېواد د فوټبال فدراسيون په اوسني بنسټ ليک کې دغه ځانګړنې په پام کې نه دي نيول شوې، په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو د فدراسيونونو په بنسټ ليکونو کې شتون لري، له همدې امله دغه بنسټ ليک تر اوسه پورې د فيفا له لوري نه دى تاييد شوى."
د هغه په وينا، بايد د رڼو او غوره ټاکنو د ترسره کولو لپاره د فدراسيون رييس د فدراسيون رياست د ټاکنو له ترسره کولو يوه مياشت وړاندې بايد استعفا ورکړي، خو تر اوسه بيا دغه کار نه دى شوى.
خو د هېواد د فوټبال ملي ټېم پخواني روزونکي کمک څرګنده کړه، که چېرې دغه ټاکنې د ملي او نړيوالو څارونکو له موجوديت پرته ترسره شي نو هېڅ ډول مشروعيت به ونه لري.
د فوټبال فدراسيون يوه ولايتي مشر چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د فوټبال فدراسيون د ولايتي مشرانو له جملې يې ٢٢ کسانو له ولسمشر څخه په يوه اعتراضي ليک کې، د فوټبال فدراسيون د نوي مشر د غوراوي غوښتنه کړې ده.
نوموړي، د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم په زور وينې او سليقوي چلند تورن کړ او ادعا يې وکړه، چې نوموړى د ټاکنو له ترسره کولو سره لېوالتيا نه لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فراه ولايت د فوټبال فدراسيون مشر او د ياد ليک يو لاسليک کوونکى عبدالاحد ځلند ادعا وکړه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په دغه ولايت کې د فوټبال د ودې او معياري کېدو لپاره هيڅ ګام نه دى پورته شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن