ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړى اعلان شو

شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړى اعلان شو

author avatar
22 Dec 2016 - 14:17
شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړى اعلان شو
author avatar
22 Dec 2016 - 14:17

کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د افغانستان ملي لوبغاړى شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړى اعلان شو.

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د مرغومي په ٢مه د کرکټ لوبې د بېلابېلو کټګوريو غوره لوبغاړي، لوبډلې او لوبڅاران اعلان کړل.

د يادې شورا له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هندوستان پياوړى توپ اچوونکى سپنر لوبغاړى روي چندرن اشوېن په ټوليزه توګه  د کال او د ټسټ کرکټ غوره لوبغاړى اعلان شوى دى.

دغه راز د سوېلي افريقې قوينټون ډي کوک د يوه ورځني کرکټ د کال غوره لوبغاړى، د ويسټ انډيز کارلوس بريټوايټ د شل اووريزو لوبو د کال غوره لوبغاړى او د نيوزيلينډ د ښځينه لوبډلې لوبغاړې سوزي باټيس د يوه ورځني کرکټ غوره لوبغاړې اعلان شوي دي.

دغه راز د افغانستان ملي لوبغاړى شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو په کټګورۍ کې  د کال غوره لوبغاړى اعلان شو.

د کرکټ د نړيوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د بنګله دېش تېز توپ اچوونکى مستفيض الرحمن د کال غوره ځوان پرمختګ کوونکى لوبغاړى او د پاکستان د ټسټ لوبـډلې لوبډلمشر مصباح الحق  د کال د ښې جذبې لرونکي لوبغاړي په توګه اعلان شوي دي.

د سوېلي افريقې مارياس ايراسموس د کرکټ د نړيوالې شورا لخ خوا د کال غوره لوبڅار اعلان شوى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د کال د غوره لوبغاړي په توګه پر ټاکل کېدو خوښي ښودلې ده.

هغه پر دې سترې لاسته راوړنې د کرکټ ملي لوبـډلې، د کرکټ ټولې ادارې شهزاد محمدي او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ويلې ده.

د يادونې ده، شهزاد محمدي د ٢٠١٦ کال پر مهال په شل اووريزو او يو ورځنيو سياليو کې ښه ځلېدلى، د نړيوالو  او مينه والو پام يې ځان ته اړولى دى.

هغه تېره شپه د بنګله دېش په شل اووريز ليګ سياليو (بي پي اېل) کې هم برخه اخيستې وه او خپله وړتيا يې ثابته کړې وه.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.