کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د افغانستان ملي لوبغاړى شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړى اعلان شو.
د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د مرغومي په ٢مه د کرکټ لوبې د بېلابېلو کټګوريو غوره لوبغاړي، لوبډلې او لوبڅاران اعلان کړل.
د يادې شورا له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هندوستان پياوړى توپ اچوونکى سپنر لوبغاړى روي چندرن اشوېن په ټوليزه توګه د کال او د ټسټ کرکټ غوره لوبغاړى اعلان شوى دى.
دغه راز د سوېلي افريقې قوينټون ډي کوک د يوه ورځني کرکټ د کال غوره لوبغاړى، د ويسټ انډيز کارلوس بريټوايټ د شل اووريزو لوبو د کال غوره لوبغاړى او د نيوزيلينډ د ښځينه لوبډلې لوبغاړې سوزي باټيس د يوه ورځني کرکټ غوره لوبغاړې اعلان شوي دي.
دغه راز د افغانستان ملي لوبغاړى شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو په کټګورۍ کې د کال غوره لوبغاړى اعلان شو.
د کرکټ د نړيوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د بنګله دېش تېز توپ اچوونکى مستفيض الرحمن د کال غوره ځوان پرمختګ کوونکى لوبغاړى او د پاکستان د ټسټ لوبـډلې لوبډلمشر مصباح الحق د کال د ښې جذبې لرونکي لوبغاړي په توګه اعلان شوي دي.
د سوېلي افريقې مارياس ايراسموس د کرکټ د نړيوالې شورا لخ خوا د کال غوره لوبڅار اعلان شوى دى.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د کال د غوره لوبغاړي په توګه پر ټاکل کېدو خوښي ښودلې ده.
هغه پر دې سترې لاسته راوړنې د کرکټ ملي لوبـډلې، د کرکټ ټولې ادارې شهزاد محمدي او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ويلې ده.
د يادونې ده، شهزاد محمدي د ٢٠١٦ کال پر مهال په شل اووريزو او يو ورځنيو سياليو کې ښه ځلېدلى، د نړيوالو او مينه والو پام يې ځان ته اړولى دى.
هغه تېره شپه د بنګله دېش په شل اووريز ليګ سياليو (بي پي اېل) کې هم برخه اخيستې وه او خپله وړتيا يې ثابته کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن