ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان په اړه د چين، روسيې او پاکستان ناسته د نړيوالو موازينو خلاف ده”

“د افغانستان په اړه د چين، روسيې او پاکستان ناسته د نړيوالو موازينو خلاف ده”

author avatar
25 Dec 2016 - 19:04
“د افغانستان په اړه د چين، روسيې او پاکستان ناسته د نړيوالو موازينو خلاف ده”
author avatar
25 Dec 2016 - 19:04

کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي، د افغانستان په اړه د روسيې، چين او پاکستان هېوادونو ګډه ناسته د هېواد په چارو کې لاسوهنه او د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف کار بولي.

د مشرانو جرګې غړې امنې افضلي د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل، ټاکل شوې د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ مسکو کې د افغان دولت د چارواکو له ګډون پرته د روسيې، چين او پاکستان هېواد استازو ګډه ناسته ترسره شي.

که څه هم تر اوسه پورې د يادې ناستې د ترسره کېدو په اړه زيات جزئيات نه دي وړاندې شوي، خو بيا هم د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزارتونو ويلي، چې د يادې ناستې اصلي موخه په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينګښت دى.

افضلي دغه ناسته د نړيوالو اصولو خلاف او د افغانستان پر خلکو او حيثيت يو ډول يرغل وباله.

هغې زياته کړه، د دا ډول ناستو ترسره کول، مشروعيت نه لري او افغان دولت په دې اړه بايد اعتراض وکړي.

د جرګې بل غړي صفي الله هاشمي وويل: "په حقيقت کې د ګاونډيو هېوادونو دغه کار، د افغانستان د ملي حاکميت له پامه غورځول دي."

هغه زياته کړه، د افغانستان د سولې ټينګښت په موخه چې هره غونډه ترسره کېږي؛ د افغان دولت چارواکي بايد په کې ګډون ولري او مديريت يې هم افغانان وکړي.

هغه زياته کړه: "دغه ناسته په حقيقت کې د طالبانو ډلې په رسميت پېژندل دي او د سيمې هېوادونه بايد د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره اړيکې ونه لري او دغه راز له دوى سره د ګډې ناستې ترسره کېدو حق نه لري."

د مشرانو جرګې دويم مرستيال انجنير حسيب الله کليمزي چې د جرګې د نن ورځې مشري يې کوله، يادې درې اړخيزې ناستې ته په اشارې سره وويل: "دغه ناسته د نړيوالو او ډيپلوماټيکو اصولو خلاف ده، طالبان د افغان دولت وسله واله مخالفه ډله ده، له يادې ډلې سره اړيکې نيول، د ډيپلوماټيک عرف او نړيوالو اصولو خلاف کار دى."

هغه زياته کړه، د افغانستان په اړه چې هر ډول ناسته ترسره کېږي، نو د افغانانو په مديريت بايد ترسره شي.

نوموړي له افغان حکومت وغوښتل، څو له ډيپلوماټيکو لارو چارو د درېيو واړو هېوادونو پر سفارتونو اړين فشار راوړي، څو دوى د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف، تېره مياشت انټرفاکس اژانس ته ويلي و، چې روسيې له طالبانو سره د داعش ډلې په اړه چې د دواړو ګډ دښمن دى؛ په افغانستان کې اړيکې نيولې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.