ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسیې یوه الوتکه سوریې ته پر لاره لوېدلې او ۹۲ کسان په کې مړه شوي

د روسیې یوه الوتکه سوریې ته پر لاره لوېدلې او ۹۲ کسان په کې مړه شوي

author avatar
25 Dec 2016 - 15:06
د روسیې یوه الوتکه سوریې ته پر لاره لوېدلې او ۹۲ کسان په کې مړه شوي
author avatar
25 Dec 2016 - 15:06

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): د روسيې يوه پوځي الوتکه چې له مسکو څخه د سوريې پر لور روانه وه، په توره بحيره کې غورځېدلې او په کې سپاره ٩٢ کسان مړه شوي دي.

د روسيې دفاع وزارت د مرغومي په ٥مه اعلان کړى چې دغه Tu-154 ډوله پوځي الوتکه نن سهار د روسيې د ساحلي ښار سوچي په يونيم کيلومترۍ کې په توره بحيره کې غورځېدلې ده.

سرچينې زياته کړې، په دې الوتکه کې ٩٢ تنه سپاره وو چې اته تنه يې د الوتکې کارکوونکي (عمله) پوځي سرتېري او افسران، د موسيقۍ پوځي بانډ او  نهه نور کسان سپاره وو چې ويل کېـږي ټول مړه شوي دي.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي چې دې الوتکې نن سهار له مسکو څخه د سوريې لاذقيه ښار ته الوتنه کړې وه، په سوچي ساحلي ښار کې يې تېل اچولي وو او تر بيا الوتنې وروسته په توره بحيره  کې غورځېدلې ده چې دوى يې د لوېدو لامل پيدا کولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې د يادې الوتکې ټوټې يې د سوچي ښار په يونيم کيلومترۍ کې د بحر په ٧٠ مترۍ ژوروالي کې موندلې دي.

د روسيې د انټرفاکس رسنۍ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې هېڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي.

دغې رسنۍ د ځايي سرچينو په حواله ليکلي چې د يادې پوځي الوتکې د الوتنې پر مهال د هوا حالات د الوتنې لپاره مناسب نه وو.

د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کوناشينکوف ويلي چې په ياده الوتکه کې سپاره کسان په سوريه کې د مېشتو روسي پوځيانو د نوي کال  او کرسمس د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون په موخه  روان شوي وو.

سرچينې زياته کړې چې يادې الوتکې نن سهار په ځايي وخت پنځه بجې الوتې وه او شل دقيقې وروسته یې له رادار سره اړيکې پرې شوې وې.

د يادونې ده، روسي پلي او هوايي ځواکونه په سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ د داعش او نورو وسله والو ډلو پر ضد جنګېږي.

په ٢٠٠١ زېږديز کال کې همدغه ډول يوه الوتکه د اوکرايني ځواکونو له خوا وېشتل شوې وه چې په کې سپاره ٧٨ کسان وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.