ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز څارنوالي” خلک دې د فساد پرضد مبارزه کې له موږ سره همکاري وکړي”

د کندوز څارنوالي” خلک دې د فساد پرضد مبارزه کې له موږ سره همکاري وکړي”

author avatar
25 Dec 2016 - 16:18
د کندوز څارنوالي” خلک دې د فساد پرضد مبارزه کې له موږ سره همکاري وکړي”
author avatar
25 Dec 2016 - 16:18

کندوز (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): د کندوز ولايت استيناف څارنوالۍ رييس وايي چې د ياد ولايت عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد شتون، د پېښو د څېړنې بهير له ځنډ سره مخ کړى او بايد خلک له دې پديدې سره مبارزه کې همکاري وکړي.

 محمد عارف مبشر چې د کندوز ولايت د استيناف څارنوالۍ نوى رييس معرفي شوى دى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې تر دې وړاندې کندوز  څارنوالۍ کې فساد لوړې کچې ته رسېدلى و چې د اداري فساد له امله ډېرى قضيې نه څېړل کېدې.

هغه زياته کړه: (( له خلکو څخه غواړم چې د فساد محوه کولو کې د څارنوالۍ له ادارې سره همکاري وکړي څو دا پديده له منځه لاړه شي، د څارنوالۍ دروازه د خلکو پر مخ پرانېستې ده او له اداري فساد سره مبارزه زموږ له لومړيتوبونو څخه ده.))

 د استيناف څارنوالۍ رييس ژمنه وکړه چې قضيې به تعقيب او له فساد سره کلکه مبارزه وکړي.

د کندوز ولايت اوسېدونکي په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد له زياتوالي سرټکوي.

د کندوز ولايت اوسېدونکي عزيزګل وويل: ((څو پيسې و نه لرې په دولتي ادارو کې کار نه ترسره کېږي او څوک دې پوښتنه هم نه کوي، خلک د څارنوالۍ له رياست څخه هم شکايت کوي او بايد د څارنوالۍ نوى مشرتابه په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.))

 د کندوز ولايت بل اوسېدونکي رووف، دولتي ادارو کې د فساد له زياتېدا څخه کلکه اندېښنه وښوده او دولت يې له فساد سره د مبارزې په برخه کې پاتې وباله.

نوموړي له چارواکو څخه وغوښتل چې نور ژمنې ونه کړي، بايد په عملي توګه  لاس په کار شي څو جوته شي چې له فساد سره مبارزه کې جدي دي.

 د کندوز ولايتي شورا غړي رباني رباني هم وويل چې د ياد ولايت په دولتي په ځانګړې توګه عدلي او قضايي ادارو کې پراخ فساد شتون لري او بايد د څارنوالۍ نوي مسوولين د دې پديدې په له منځه وړلو کې پرېکنده ګام واخلي.

نوموړي زياته کړه چې د کندوز ولايتي شورا به پر خپل ټول توان له استيناف څارنوالۍ سره په ګډه له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.