کندهار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): په کندهار کې په داسې حال کې سږ کال ۳۵زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته شامل شوي چې په دغه ولایت کې د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د حل لپاره يې ډېر کم کار شوی دی.
د ښوونکو د تشکيل کمښت، د ۷۰ سلنه ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی، د کتابونو او درسي لوازمو کموالی او ډېر نور څه هغه ستونزې دي چې په دغه ولایت کې یې د پوهنې معیار ټیټ او ټکنی کړی دی.
خو پر دې سربېره په روان ښوونیز کال کې د نوو شامل شوو زده کوونکو کچه لوړه وه.
د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې ټولټال ۳۵زره زده کوونکي نوي ښوونځیو ته شامل شوي چې د تېر په پرتله ۳۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي زياتوي، د تېر په پرتله سږ کال په ولسوالیو کې هم حالت بدل و؛ ځکه د ګڼو ولسوالیو په هغو سیمو کې د مرستندویه ادارو په همکاري د زده کړې سیمه ییز ټولګي جوړ شوي، چې یا خو ښوونځي په کې نشته او يا هم د زده کوونکو شمېر هومره نه وي چې ښوونځي دې ورته جوړ شي.
خو د ده په وینا، له بده مرغه لا هم د ولسواليو ډېرى اوسېدونکي په خپلو اولادونو زده کړې نه کوي او د درس پر ځاى يې په بزګري، شپني او نورو کارونو بوخت کړي دي.
دی وايي، پر دې سربېره ډېرې کورنۍ حاضرې شوي چې خپل ماشومان د زده کړو لپاره په دغو سیمه ییزو ټولګیو کې شامل کړي.
د ده په خبره، دا مهال د کندهار په هره ولسوالۍ کې له ٣٠ تر ٥٠ سيمه ييز ټولګي جوړ شوي چې په هر ټولګي کې له ٢٠ تر ٣٠ زده کوونکي زده کړې کوي او د ټولو شمېر زرګونو ته رسېږي.
ده وويل، دغه سيمه ييز ټولګي هر کال ارتقا کوي او په تدريجي توګ په ښوونځيو بدلېږي.
صميمي يادونه وکړه چې ډېری سیمه ییز ټولګي د ولسوالیو په هغو سیمو کې جوړ شوي چې ښوونځي په کې تړل شوي دي.
هغه ومنله چې لا هم په کندهار کې د ۱۳۹ په شاوخوا کې ښوونځي د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن