ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د دوو قوانينو طرحې د رايو په اکثريت تاييد کړې

مشرانو جرګې د دوو قوانينو طرحې د رايو په اکثريت تاييد کړې

author avatar
25 Dec 2016 - 16:09
مشرانو جرګې د دوو قوانينو طرحې د رايو په اکثريت تاييد کړې
author avatar
25 Dec 2016 - 16:09

کابل (پژواک، ۵مرغومى ٩٥): مشرانو جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنيوي او پوځي لوړو زده کړو موسسو د قانون طرحې د رايو په اکثريت سره تاييد کړې.

د مشرانو جرګې د ښځو چارو کمېسيون مرستيالې شفيقې نوروزخېل چې له ماشومانو او ښځو سره د تاوتريخوالي د منعې قانون طرحه يې د جرګې غړو ته وړاندې کوله، وويل چې په دې طرحه کې د ځور او ازار طرحه په کلامي، فزيکي، ليکني او انځوريز ډول تعريف شوې او دغه اعمال جرم بلل کېږي.

د هغې په خبره، د ياد قانون پر بنسټ، هغه کسان چې په عمومي محلونو او عمومي نقليه وسايلو کې ښځې او ماشومان ځوروي، په نغدي ډول له پنځو زرو  نه تر لسو زرو پورې جريمې باندې محکومېږي.

خو هغه زياته کړه چې په کارځايونو، روغتيايي، ښوونيزو او تحصيلي مرکزونو کې به د ښځو او ماشومانو د ازار او ځورونې مرتکبين له لسو زرو تر شل زرو افغانيو نغدي جريمې باندې محکوم شي.

خو هغه وويل چې د قانون د يادې طرحې پر بنسټ، په هغو حالاتو کې چې په تکراري ډول د ښځو او ماشومانو ځورونه ترسره شي، مجرم، استاد، مربي، ډاکټر او يا هم امر وي او يا هم جرم شخص ته جسمي او رواني زيان ورسوي، سخت حالت غوره کوي او له درېيو تر شپږو مياشتو پورې بند باندې محکومېږي.

نوروزخېل زياته کړه، دا چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ځورونه يوه تازه ښکارنده ده، تر اوسه پورې دې ستونزې ته د افغانستان په قوانينو کې څه وړاندوينه نه ده شوې، يوازې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون کې يوې مادې ته اشاره شوې ده.

د ماشومانو او ښځو د ځورونې د مخنيوي طرحه نن د مشرانو جرګې د حاضرو اکثريت غړو په رايو تاييد شوه، دغه طرحه د روان کال په لړم مياشت کې د ولسي جرګې له لوري تصويب شوې وه.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د لوړو زده کړو د نظامي موسسو قانون هم تاييد شو.

د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمېسيون رييس محمد هاشم الکوزي، د پوځي لوړو زده کړو موسساتو د قانون طرحه چې په شپږو څپرکو او ٥٤ مادو کې چمتو شوې، جرګې ته وړاندې کړه.

هغه وويل چې يوازې د دغه قانون په درېيمه ماده کې د دانشګاه او دانشکدې پر کلمو اختلاف و او نورې ټولې مادې يې د کمېسيون له لوري تاييد شوې دي.

بالاخره دغه طرحه د غړو په اکثريت سره تاييد شوه، همدارنګه د جرګې اکثره غړو رايه ورکړه چې په متن کې بايد پوهنتون او پوهنځى داسې وليکل شي چې له پوهنتون نه وروسته دې په ليندۍ کې دانشګاه او وروسته په بله ليندۍ کې پوهنځى وليکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ځينو نورو مواردو کې د پوهنتون او دانشګاه کلمې پر سر د اختلافاتو له امله، د لوړو زده کړو قانون طرحه له لسو کلونو راهيسې بې تصويبه پاتې شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.