ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د بورې فابريکې له څلور زره جريبه ډېره ځمکه غصب شوې

د بغلان د بورې فابريکې له څلور زره جريبه ډېره ځمکه غصب شوې

author avatar
26 Dec 2016 - 14:32
د بغلان د بورې فابريکې له څلور زره جريبه ډېره ځمکه غصب شوې
author avatar
26 Dec 2016 - 14:32

پلخمري (پژواک، ٦ مرغومى ٩٥): د بغلان د بورې فابريکې رياست چارواکي وايي چې د دې فابريکې څه باندې څلور زره جريبه ځمکې د زور واکو له لوري غصب شوې، خو ځايي ولايتي ادارې تر اوسه پورې د ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى.

د بغلان د بورې فابريکې سرپرست انجنير غلام سخي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د نيول شوو ځمکو د بېرته را ګرځولو لپاره يې د بغلان ولايت مقام او پوليسو ته څو مکتوبونه استولي، خو په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى شوى.

هغه زياته کړه: ((د بورې فابريکې رياست په روان کال کې څه باندې درې زره او ٥٠٠ ټنه چغندر او هر ټن یې په دوه زره او ٥٠٠ افغانۍ پېرلي چې په پېرلو سره یې د بغلان بورې فابريکه يوازې يوه مياشت فعاليت کولى شي.))

خو نوموړي زياته کړه چې که چېرته دولت د يادې فابريکې غصب شوې ځمکې چې ٥٠٠ جريبه يې د مرکزي بغلان زاړه ښار او دوه زره جريبه يې په ډنډغوري ساحو کې ده، له غاصبينو را وګرځوي، دغه فابريکه کولى شي چې له يوې مخې فعاله شي او هر کال څو مياشتې فعاليت ولري، له دې سره به د بورې له درکه د څو ولايتونو اړتيا پوره کړي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوه قومي مخور ارباب فراموز، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت د دې فابريکې فعال ساتلو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

هغه زياته کړه: ((د دغه شرکت د فعاليت د پيل پر مهال څه باندې دوه زره کروندګر او له زرو زيات کارګر په فابريکه کې په کار بوخت وو، خو نن په کې دوه سوه کروندګر او سل کارګر کار کوي.))

خو د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري وويل چې دغه ولسوالي د طالبانو لپاره ډېر اهميت لري، له همدې کبله طالبان هڅه کوي چې دا ولسوالي ونيسي، خو خپلې موخې ته نه دي رسېدلي.

نوموړي وويل چې د ولسوالۍ پر ځينو کليو طالبان واکمن دي او دا موضوع د دې لامل شوې چې دولت قانون پلى کړي او غصب شوې ځمکې بېرته را وګرځوي.

د مرکزي بغلان د ولسوال په خبره، ډېرى هغه سيمې چې د بغلان بورې کارخانې ځمکې په کې غصب شوې ‎، نا امنې دي.

د بغلان ولايت مرستيال او سرپرست عبدالقديم نيازي هم د دې پخلى وکړ چې د بغلان د بورې کارخونه په داسې ساحو کې پرته ده چې وسله وال مخالفين پرې واکمن او نا امنه دي.

هغه زياته کړه: ((دا موضوع مو له امنيتي چارواکو سره شريکه کړې، څو د عملياتو له لارې يادې ساحې له وسله والو مخالفينو پاکې کړي او د بورې فابريکې ځمکې بېرته د فابريکې په واک کې ورکړل شي.))

د بغلان د بوري فابريکه په ١٣٩١ لمريز کال کې په هېواد کې د بورې د يوازېنۍ توليدي فابريکې په توګه د المان هېواد په مرسته تاسيس او فعاله شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.