ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ګڼې ادارې په ميليونو افغانيو  د ښاروالۍ پور وړې دي

د بلخ ګڼې ادارې په ميليونو افغانيو د ښاروالۍ پور وړې دي

author avatar
26 Dec 2016 - 17:55
د بلخ ګڼې ادارې په ميليونو افغانيو  د ښاروالۍ پور وړې دي
author avatar
26 Dec 2016 - 17:55

مزارشريف (پژواک،٦مرغومی۹۵): د بلخ د ښاروالۍ مسوولين وايي چې د ميليونو افغانيو د نه ورکولو له امله يې ګڼې ادارې پور وړې دي او دغه کار يې د فعاليتونو پر وړاندې خنډ ګرځيدلى دى.

دوی وايي، چې حکومتي مشران ورته پاملرنه نه کوي او په بلخ کې د عايدايتي ادارو له خوا يې پور نه ورکول چې دغه کار يې د فعاليتونو پر وړاندې جدي خنډ ګرځېدلی دی.

دوی دغه څرګندونې د غبرګولي په ۶مه، د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال او لوېديځ ښارواليو تر منځ د مشورتي ناستې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په دغه مشورتي ناسته کې چې د مزارشريف  ښاروالۍ يې کوربه توب کاوه، د شمال او لوېديځ ولايتونو يو شمېر ښاروالانو  او مرستيالانو په کې  ګډون کړى وو.

د بلخ د ښاروالۍ مرستيال عتيق الله وهاب زاده وويل، چې له دغې مشورتي ناستې څخه يې موخه د ښارواليو ترمنځ د تجربو شريکول او يو بل ته مشورې ورکول دي.

نوموړي د دغې ناستې په څنډه کې د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په بلخ کې ډېر شمېر دولتي ادارې يې په ميليونونو افغاني پوروړې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه برخه کې د دولتي ادارو نه همکاري د دوی د فعاليتونو پر وړاندې ستر خنډ جوړ شوی دی.

نوموړي له دغه پوروړيو ادارو څخه د بلخ د پوهنې رياست يادونه وکړه، چې په وينايې د ښاروالۍ د ملکيتونو د کرايې له امله تر دې دمه پوره وړې ده.

د بلخ ولايت مقام مسوولين هم د ښاروالۍ د ادعاوو پخلي کوي او وايي، چې ځينې ادارې په دغه برخه کې د مسووليت احساس نه کوي.

د بلخ مقام د تخنيکي او سکتوري برخې مسوول ذبيح الله اختري پژواک سره په خبرو کې وويل چې ښاروالۍ دې پوروړې اداراې، بلخ ولايت مقام ته په ګوته کړي، چې دوى يې پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

په دغه مشورتي کنفرانس کې د شمال زون د ځينو ښارواليو مسوولينو د مرکز او مرستندويانو د نه پاملرنې له امله د خپلو ښارونو پراختيايي چارې له ستونزو سره مخ وګڼلې.

د ميمنې ښاروالۍ اداري او مالي مدير سيداحمدشاه غياثي پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د وروستيو ناامنيو له امله د مرکز او مرستندويانو پاملرنه کمه شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.