ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې يوه مېرمن وژل شوې ده

سرپل کې يوه مېرمن وژل شوې ده

author avatar
26 Dec 2016 - 19:23
سرپل کې يوه مېرمن وژل شوې ده
author avatar
26 Dec 2016 - 19:23

سرپل (پژواک،٦مرغومى ٩٥): سرپل کې چارواکي وايي چې سيمه ييزو طالبانوپه دې ولايت کې يوښځه وژلې ده، خو طالبان دا څرګندونې بې بنسټه بولي.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه، د ياد ولايت مرکز لتي کلي کې، يوه ښځه په داسې حال کې وژلې چې سرپل ښار ته د دوستانو ليدو ته ورغلې وه.

ده زياته کړه، امنيتي ځواکونو دا موضوع نه ده څېړلې؛ ځکه لتي سيمه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

د سرپل د ښځو چارو رييسې نسيمې ارزو هم وويل، ياده مېرمنه يې د حکومت تر واک لاندې سيمې ته د تلو له امله وژلې ده.

د نوموړې په وينا، ياده مېرمن وروسته له هغه وژل شوې ده چې له طالبانوسره يې لفظي شخړه کړې وه.

د سرپل ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني هم وويل چې دا مېرمن د طالبانو يوې ډلې له لوري وژل شوې ده.

ده زياته کړه: "د وسله والو مخالفينو له لوري د چړې په وسيله وژل شوې ده."

هغه وايي: "د يادې مېرمنې يو لېور په کلي او بل يې په ښارکې و، هغه لېور چې ښار کې دى، د ولسي پاڅون کوونکو په ليکو کې دنده لري او کوم لېور يې چې په کلي کې ژوند کاوه او بې پرې و، د لارې په اوږدوکې څوک د دولت وسله وال مخالفين خبروي چې ياده مېرمن له دولت سره اړيکه لري او کوم کارونه چې دې سيمه کې کېږي، ياده مېرمن يې دولت ته لېږدوي، طالبان پرې فشار راوړي چې ته ولي د دولت تر کنټرول لاندې سيمې ته ځې؟ مېرمن ورته وايي چې کفري دولت نه دى، مسلمان دى، ټول مسلمانان يو، هغه تاسو ياست چې له خلکو سره ظلم کوئ او دولت هېڅ راز ظلم نه دى کړى."

د نوموړي په وينا، وروسته له دې سيمه ييزه ډله قهرجنه شوې او په پاى کې د ليتي سيمه کې، هغه يې د خپل لېوره له کور څخه راوېستلې او وژلې يې ده.

خو سيمه ييز طالبان دا خبرې نه مني.

يوه سيمه ييز طالب پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده مېرمن طالبانونه ده وژلې، بلکې د نورو کسانو له لوري د شخصي تربګنيو له امله وژل شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې طالبان دا موضوع څېړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.