ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د مسلکي او تخنيکي انسټیټيوټ لپاره څلور ودانۍ جوړې  شوې

په تخار کې د مسلکي او تخنيکي انسټیټيوټ لپاره څلور ودانۍ جوړې شوې

author avatar
26 Dec 2016 - 17:25
په تخار کې د مسلکي او تخنيکي انسټیټيوټ لپاره څلور ودانۍ جوړې  شوې
author avatar
26 Dec 2016 - 17:25

تالقان(پژواک،٦مرغومى٩٥): په تخار کې د درېيم نيم ميليونه يورو په لګښت د مسلکي او تخنيکي انسټیټيوټ لپاره څلور ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د مرغومي په٦مه د ياد شوي انسټیټيوټ د پرانېستلو په مراسمو کې د تخار والي محمد ياسين ضيا وويل چې د دې ودانيو د جوړونې چارې په اتو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، المان هېواد په دې انسټیټيوټ شاوخوا درې نيم ميليونه يورو لګولي دي.

هغه وايي، په پام کې ده چې دې انسټیټيوټ ته د اته سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت تجهيزات هم واخيستل شي.

د هغه په وينا، په دې انسټیټيوټ کې زده کوونکو ته د برېښنا او موټرو د ترمیم په برخو کې زده کړه ورکول کېږي چې دمګړۍ ۶۰۰ زده کوونکي لري.

د تخار د پوهنې سرپرست رییس سید عنایت الله نوید وايي چې د دې انسټیټيوټ د ښځینه او نارینه زده کوونکو لپاره بېلا بېلې لیلیې، درسې او ادارې ودانۍ هم جوړې شوې دي.

نوید وايي چې المان دې انسټیټيوټ لپاره څلور ودانۍ جوړې کړي چې د ١٢ سوه زده کوونکو د جذب وړتيا لري.

په ورته وخت کې بیا د تخار د ولایتي شورا پخواني رييس شاه محمد تالقاني وویل چې د ودانۍ په جوړولو سره د پوهنې په وړتیا کې بدلون نه شي راتللای باید مسلکي ښوونکي هم په دندو و ګومارل شي.

تالقانى په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی مهمه ستونزه بولي او زیاتوي چې دغه ستونزې د پوهنې رییس او د مدیرانو تر منځ د اختلاف له امله رامنځته شوې دي.

د تخار مسلکي او تخنیکي انسټیټيوټ په ۱۳۹۱ کې جوړ شوی، خو تر او سه یې ودانۍ نه لرله  او زده کوونکو یې په کرايي کورونو کې زده کړې کولې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.