ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د افغانستان او ایران د تولیدي توکو ګډ نندارتون پرانیستل شو

په کندهار کې د افغانستان او ایران د تولیدي توکو ګډ نندارتون پرانیستل شو

author avatar
26 Dec 2016 - 18:30
په کندهار کې د افغانستان او ایران د تولیدي توکو ګډ نندارتون پرانیستل شو
author avatar
26 Dec 2016 - 18:30

کندهار(پژواک،٦مرغومى٩٥): په کندهار کې د افغانستان او ایران د تولیدي توکو ګډ نندارتون پرانیستل شو چې دوه ورځې به دوام ولري.

په دې نندارتون کې د کندهار د ولایتي ادارې د چارواکو، سوداګرو او قومي مشرانو تر څنګ د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال والي جمشېد نژاد او د دغه هېواد ګڼ شمېر صنعتکارانو ګډون کړی وو.

په دغه نندارتون کې د دواړو هېوادونو د صنعتکارانو له خوا بېلابېل تولیدي توکي، تعمیراتي وسایل، درمل، لوښي، لاسي صنایع، غالۍ او نور تر سلو په زیاتو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د نندارتون د پرانیستلو پر مهال د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانستان د مخ پر وده هېواد دی چې په علمي، اقتصادي او ګڼو نورو برخو کې د ایران له تجربو ښه ګټه پورته کولای شي.

هغه زیاته کړه، همدا نندارتون د دغسې تجربو او دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه ګام دی.

نوموړي د کندهار او د سیستان او بلوچستان د سوداګریزو خونو له مسوولینو مننه وکړه چې په کندهار کې یې د د دواړو هېوادونو د تولیدي توکو د ګډ نندارتون په جوړولو کې زحمت ګاللی.

عزيزي وویل، د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري له کاله له ۲ میلیارډه ډالرو اوړي، د دغسې نندارتونونو د جوړولو یوه ګټه دا ده هم ده چې سوداګر له یو بل سره د لیدو کتو فرصت پیدا کوي او سوداګري ورسره وده کوي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ په دې باور یو چې ګډې ګټې د سوداګرۍ د ودې تر څنګ د سیمې په امنیت او ثبات کې مهم رول لري.))

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت والي جشېد نژاد وویل، ایران او افغانستان دوه داسې هېوادونه دي چې ګډ فرهنګ، دین او تاریخ لري چې پر همدې بنسټ له یو او بل سره د سوداګرۍ ته هم ښه وده ورکولای شي.

هغه زیاته کړه، ایران ژمن دی چې په خپل هېواد کې به افغان سوداګرو ته اسانتیاوې ډېروي او دوه اړخیزې پانګونې ته به هم زمینه برابروي.

د سوداګرو په استازیتوب د هېواد د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد صدیق مومند وویل، افغانستان له ایران څخه له کاله د ۲ میلیارډه ډالرو په ارزښت واردات لري خو د صادراتو کچه بېخي کمه ده.

نوموړي له ایراني مسوولینو غوښتنه وکړه چې افغان سوداګرو ته دې ترجیحي تعرفه ورکړای شي، څو د صادراتو کچه هم لوړه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.