جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده ترافيکي پېښه نن شاوخوا نهه نيمې بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند په سرخ دېوال سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وويل چې پېښه د الټو او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله يې په الټو موټر کې سپاره ۴ کسان مړه شوي دي.
دی وايي چې پېښه د ټېلر موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او له سيمې تښتېدلی دی.
خو خوږياڼي ډاډ ورکړ چې امنيتي موظفينو پلټنې پیل کړې، څو د ټېلر چلوونکی ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د جلال اباد تورخم لاره ډېر کله د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د لارې د تنګوالي له امله د ورته پېښو شاهده وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن