کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٥): د پوهنې وزارت مسوولين وايي، د کابل ښار د ١٣مې ناحيې اړوند د يوې لېسې نوې ودانۍ د څه کم ٢٩٠زرو ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
له دغه وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد ښوونځي نوې ودانۍ د دشت برچي د صفا ښارګوټي په دوه نيم جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول د اتو مياشتو په موده کې جوړه شوې، چې ١٢ درسي ټولګي، څلور اداري خونې او نورې ټولې اړينې ښوونيزې اسانتياوې لري.
سرچينه کاږي، د دې ودانۍ په جوړېدو ٢٨٩زره امريکايي ډالره لګښت راغلى چې د جاپان هېواد له خوا ورکړل شوى دى.
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر اسدالله محقق جهاني په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د یاد ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو او په بېلابېلو برخو کې له پوهنې وزارت سره د جاپان له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د شهرک صفا ښوونځي په دوو ټایمونو کې شاوخوا ۲زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د نوې ودانۍ له پرانيستو سره ورته خوندي تدریسي چاپېریال برابر شوی دی.
سرچينه کاږي، دغه ښوونځي ته مېزونه، چوکۍ، المارۍ او نور وسایل او اداري تجهیزات هم د جاپان له خوا برابر شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن