جلال اباد (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): د کرنې او مالدارې وزارت د ننګرهار د کانال پروژې د رغونې ترڅنګ ددې رياست خصوصي سکتور ته د سپارلو پلان لري.
ددغه وزارت مسوولين وايي چې د کانال د رغونې په موخه د پنځه ويشت ميليونه امريکايي ډالرو لګولو ترڅنګ په پام کې لري چې د پراختيايي بوديجې له لارې يې د زيتونو او ستروس باغونه او نورې برخې ورغوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالقدير جواد دې ولايت ته د سفر پر مهال له بېلا بېلو کرنيزو پروژو څخه ليدنه وکړه.
هغه زياته کړه چې سرپرست د زيتونو له فابريکې او د کانال د پروژو د ليدلو ترڅنګ وويل چې د کانال پروژې د رغونې په موخه يې د پنځه ويشت ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت داوبو کانال د پاکۍ چارې پيل شوي، چې تر دې دمه يې پنځه اتيا سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د جواد په وينا، د يادې پروژې ارزښت ته په کتو دا مهال په پام کې لري چې د پراختيا بوديجې له لارې د باغونو رغونه او نورې چارې ترسره کړي.
دده په خبره، د کانال د پخواني برم د راژوندي کېدو په موخه وزارت په پام کې لري چې ياد رياست د لا ښه والي په موخه خصوصي سکتور ته وسپاري.
د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د کرنې وزرات د سرپرست په مشرۍ له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه چې د کانال پروژې د رغونې په موخه لازمې برنامې پلې کړي.
د نوموړي په وينا، د کانال پروژې په رغونې سره شونې ده چې ددې ولايت د سرسبزۍ تر څنګ زياتو خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي.
ګرديوال وايي، د يادې پروژې د اوبوکانال په رغونې سره د اوبو د ضايعاتو مخه نيول شوې او په کار ده چې په نورو برخو کې ګتورې پروژې پلې شي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس پوهنمل رفيع الله د ياد وزارت سرپرست په مشرۍ د راغلي پلاوي سفر دې ولايت ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مهم ياد کړ او هيله يې څرګنده کړه چې ددې ولايت بزګروته به د کرنيزو موادو او وسايلو په برخه کې مهمې اسانتياوې برابرې شي .
د کانال رييس انجينر غلام حضرت عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال يادې ادارې ته شاو خوا ديرش ميليونه افغانۍ بوديجه ډيره ورکړل شوې چې له مخې به يې د باغونو قيچي کاري او وړې ويالې ورغوي .
د عبدالرحيمزي په خبره، د پنځه ويشت ميليونه ډالرو په لګښت د کانال د رغونې پروژه څلورکاله وړاندې پيل شوې، چې تر دې دمه يې پنځه اتيا سلنه کارونه ترسره شوي او پاتې کارونه به يې په راتلونکو اوو مياشتوکې بشپړ شي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن