ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند – کندهار لاره تر پنځو ورځو وروسته پرانېستل شوه

د هلمند – کندهار لاره تر پنځو ورځو وروسته پرانېستل شوه

author avatar
31 Dec 2016 - 15:24
د هلمند – کندهار لاره تر پنځو ورځو وروسته پرانېستل شوه
author avatar
31 Dec 2016 - 15:24

لښکرګاه (پژواک، ۱۱مرغومی  ۹۵): امنيتي مسوولين وايي، د هلمند ـ کندهار لاره  د ترافيکو په مخ  پرانېستل شوې، خو تر دې مهال ملکي وګړي  نه دي پرې تېر شوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ميوند قول اردو درستيزوال بريد جنرال محمد غني ابرار وايي، تېر ماښام اووه بجې وروستی پولګوټی هم ورغول شو، امنيتي ګواښونه له منځه تللي او تر دې وروسته  ملکي موټر کولی شي چې په  ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

هغه د مرغومي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له لارې سره  نږدې د دولت  د وسله والو مخالفينو خوځښتونه لېدل کېدل، هلته  افغان او نړيوالو ځواکونو هوايي بريدونه ترسره کړي، وسله والو مخالفينو ته يې مرګ ژوبله اړولې  او اوس نه شي کولی چې هغوی لارې ته  خنډ شي.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ وسله والو مخالفينو د هلمند– کندهار پر لويه لاره د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په بېلا بېلو سيمو کې څو پولګوټي الوځولي وو.

د ۲۱۵ميوند قول اردو  قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي هم نن سهار پژواک اژانس ته وويل چې يو شمېر موټر  پر دې لاره تېر شوي، يوازې د کوچنيو موټرو لپاره دا ستونزه ده چې پر نوي جوړ شوو پولګوټو په خاورو او خټو کې نښلي خو د  هغو د هوارېدو چارې هم دوام لري.

دده په وينا، ددې لارې د نيولو او په بشپړ ډول د بندولو لپاره د دولت وسله والو مخالفينو دوه  ځله ډېرې هڅې وکړي، خو له ډېرو تلفاتو سره سره  ونه توانېدل چې خپل هدف ته ورسېږي.

نوموړي دغه راز وويل، د لښکرګاه  په شاوخوا او نږدې ولسواليو کې د عملياتو پلانونه روان دي او په ځينو سيمو کې پيل شوي هم دي.

د نوموړي په وينا، هغه مسوولين چې نيمګړتياوې يې درلودې له دندو لرې شوي، د تشکيلاتو د کمبوداتو د ستونزو په حل هم کار روان  دی چې په نږدې وختونو کې به ډېرې له لاسه وتلې سيمې بېرته  تر  دولتي حاکميت لاندې راشي.

د لارې په اړه د هلمند د ترانسپورټ  مرستيال سيد حشمت الله علمي وايي ، دوی ته سهار د ملي اردو د مسوولينو لخوا خبر ورکړل شوی چې موټرو ته له همدې لارې د تلو امر وکړي، خو تر غرمې پورې موټر چلوونکي چندانې پر  دې  لاره نه دي تللي، ځکه دوی له امنيتي ګواښونو وېره لري.

دده په خبره، عام خلک دې ډاډه ووسي چې په لاره کې امنيتي ګواښونه نشته  او د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا ډزې نه پرې کيږي.

د اسرار په نوم يو تن وويل چې سهار د کندهار ا وګرشک له خوا ډير موټر د دوراهي په سيمه کې له وېرې  ولاړ وو. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.