اسعد اباد (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون مسوولين وايي چې د شرعياتو پوهنځي د فراغت په غونډه کې د ملي سرود غږول ترې هېر شوي و او پر دغه کار بښنه غواړي.
دغه مراسم چې د روان لمريز کال د مرغومي په ٧مه، نيول شوي وو، ملي سرود په کې نه و غږول شوى، چې له امله يې په ټولنيزو شبکو کې د خلکو سخت غبرګون راپارولى و.
د ياد پوهنتون رييس پوهنيار ميراحمد حامد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کار قصدي عمل نه ، بلکې په سهوې او تېروتنې سره ترې ملي سرود پاتې شوى و.
هغه زياته کړه چې د سيد جمال الدين افغان د شرعياتو د پوهنځي دا د فراغت څلورمه دوره وه، له دې مخکې د فراغت په ټولو غونډو کې ملي سرود غږول شوى او په احترام يې د غونډې ټول ګډونوال درېدلي وو.
د ياد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس پوهيالی نجيب الله صميم هم وايي، چې ملي سرود د شرعياتو پوهنځي د فراغت په غونډه کې سهواً پاتې شوی .
هغه پژواک اژانس ته وويل : ((دا چې زموږ د فراغت په غونډه کې ملي سرود نه دى غږول شوى، زه له ټولو هېوادوالو څخه بښنه غــــواړم .))
د نوموړي په وينا، دوى تل ملي سرود ته درناوى کړى ، ځکه چې دا يې ملي هويت دى.
د کونړ د ولايتي شورا رييس محمد ساپی بيا وايي، څوک چې ملي سرود او ملي ارزښتونو ته درناوى نه لري، هغوى د هېواد دښمنان دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل : ((موږ د پوهنتون له مسوولينو سره له نږدې په همدې موضوع خبرې کړې، هغوى منلې چې ترې هېر شوى و ، خو د دوى شورا يې په اړه پلټنې پيل کړې او که قصداً دا کار شوى وي، بايد عاملين يې مجازات شي.
د کونړ ولايت يو تن ديني عالم مولوي نجيب الله حقيار وايي چې ملي سرود، ملي بيرغ او ځينې نور د افغانستان ملي ارزښتونه دي او ټول يې بايد درناوى وکړي.
د هغه په وينا، هرهغه څوک چې ملي ارزښتونو او ملي هويت ته درناوی نه لري ، هغوی بايد مجازات شي او حکومتي ادارې مکلفې دي چې له خپل مسووليت سره سم ددغو ارزښتونو ساتنه وکړي او د سرغړونکو دې پلټنه وشي.
د کونړ والي وحيدالله کليمزی وايي چې کشفي ارګانونو ته يې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي د فراغت په غونډه کې د ملي سردو د نه غږولو په اړه د پلټنو دنده سپارلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن