ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې شپږ تښتول شوي پوليس سرپل کې خوشې شول

جوزجان کې شپږ تښتول شوي پوليس سرپل کې خوشې شول

author avatar
2 Jan 2017 - 18:58
جوزجان کې شپږ تښتول شوي پوليس سرپل کې خوشې شول
author avatar
2 Jan 2017 - 18:58

سرپل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٥): د سرپل سيمه ييز چارواکي وايي، شپږ سرحدي پوليس چې يوه اونۍ وړاندې طالبانو تښتولي وو؛ د دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ازاد شوي دي.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت، نن د ولايت په مرکز کې د خبري ناستې پر مهال وويل، دغه عمليات پرون شپه د سرپل ښار شمالي لوري ته د "حوض حاجي محمدعمر" په سيمه کې ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات هغه مهال ترسره شول، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت کوهستاناتو ولسوالۍ ته د يادو شپږو سرتېرو د لېږدولو هوډ درلود.

والي زياته کړه، په عملياتو کې شپږ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي، چې د يادې ډلې نهه موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي، خو امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وحدت وويل، د يادو زنداني سرتېرو له جملې دوه يې د ازادولو پر مهال ټپيان شوي دي.

والي څرګنده کړه، چې ياد سرحدي پوليس يوه اونۍ وړاندې په جوزجان ولايت کې د طالبانو له لوري تښتول شوي وو.

له دې جملې يې د عبدالرحمن په نامه يوه سرتېري وويل: "طالبانو به موږ شکنجه کولو او ناوړه چلند يې راسره کاوه، تر دې چې سمه ډوډۍ يې هم نه راکوله."

يوه بل سرتېري اسدالله هم وويل: "يوه اونۍ له طالبانو سره زنداني و، موږ به يې په بې رحمۍ ځورولو او بيا به يې هره ورځ يو څه اندازه وچه ډوډۍ راکوله، خو اوس خوښ يم او له خپلو همسنګرو ملګرو مننه کوم چې موږ يې په ډېر زحمت سره ازاد کړو."

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.