ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوايي چلند خپلواکې ملکي ادارې د خپلو عوايدو له لوړېدو خبر ورکړ

د هوايي چلند خپلواکې ملکي ادارې د خپلو عوايدو له لوړېدو خبر ورکړ

author avatar
2 Jan 2017 - 19:40
د هوايي چلند خپلواکې ملکي ادارې د خپلو عوايدو له لوړېدو خبر ورکړ
author avatar
2 Jan 2017 - 19:40

کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٥): د افغانستان د هوايي چلند خپلواکې ملکي ادارې په ١٣٩٥ مالي کال کې ٤،٣ ميليارده عوايد درلودل، چې د دغه کال په موده کې يې څلور هوايي ډګرونه رغولي او پر يو شمېر نورو لا کار روان دى.

د هوايي چلند د خپلواکې ادارې د پاليسۍ او پلان معين محمد قاسم وفايي زاده، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، ياد عوايد له ټاکل شوې موخې پنځلس سلنه لوړوالى ښيي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان له هوايي کرښې هر کال شاوخوا ٨٣ زره الوتکې تېريږي، چې له يادې ليکې د تېرېدو پر مهال يې هر ځل افغانستان ته ٥٠٠ ډالره د حق العبور په توګه ورکوي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې د عوايدو د لوړولو لپاره د نوي کال له پيل وروسته د حق العبور دغه اندازه پيسې له ٥٠٠ ډالره ٧٠٠ امريکايي ډالرو ته لوړې شي.

نوموړي زياته کړه، يادې ادارې په ١٣٩٥ مالي کال کې خپله ٧١ سلنه پراختيايي بوديجه لګولې ده.

وفايي زاده زياته کړه، يادې ادارې په ښه توګه د خپلې پراختيايي بوديجې په لګولو سره په دې توانېدلې، څو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې هوايي ډګرونه جوړ او بيا ورغوي.

د هغه په وينا، په دغه کال کې د نيمروز او فراه هوايي ډګرونه په اساسي توګه رغول شوي، د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې يې د خلکو د ستونزو د حل لپاره يو خاورين هوايي ډګر جوړ کړى او دغه راز د ياد ولايت په مالستان ولسوالۍ کې هم يو هوايي ډګر رغول شوى دى.

نوموړي زياته کړه، دغه راز په کندوز کې د هوايي ډګر د ځغاست ليکې او د ټرمينال په جوړولو هم کار روان دى او پر دې سربېره د خوست د هوايي ډګر چارې هم ٩٠سلنه بشپړې شوې، چې دغه هوايي ډګرونه به په نږدې راتلونکې کې د استفادې وړ وګرځي.

نوموړي زياته کړه، د هرات هوايي ډګر د رنوې پر کرښې او سمبالښت هم کار روان دى، چې له تدارکاتي پړاوونو تېرېدو وروسته به يې چارې هم پيل شي.

نوموړي زياته کړه، کابل کې هم د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر د بهرني ترمينال د پراختيا کار هم بشپړ شوى او د دغه ډګر د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د ٥٧ ميليون ډالرو په ارزښت پارکينګونو (ای، بی و سی)  د مدغمولو پر پروژې هم کار روان دى.

د وفايي زاده په وينا، د دايکنډي ولايت هوايي ډګر د ځغاست ليکې پروژه او دغه راز د زابل هوايي ډګر ترمينال او رنوې کرښه تر کار لاندې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.