ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل نړيوال هوايي ډګر د هوا پېژندنې برخه افغان لوري ته وسپارل شوه

د کابل نړيوال هوايي ډګر د هوا پېژندنې برخه افغان لوري ته وسپارل شوه

author avatar
2 Jan 2017 - 12:26
د کابل نړيوال هوايي ډګر د هوا پېژندنې برخه افغان لوري ته وسپارل شوه
author avatar
2 Jan 2017 - 12:26

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): افغانستان کې د ناټو مېشت ځواکونه، د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر د هوا پېژندنې برخه افغانانو ته په واک کې ورکړه.

د هوايي چلند د خپلواکې ملکي ادارې له لوري رسنيو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوسمهال په يو شمېر مهمو برخو لکه هوايي ټرافيکي خدمتونو، اطفايې، انجنيرۍ، خونديتوب او د دغه ډګر د هوا پېژندنې په برخو کې افغانانو ډېره تجربه ترلاسه کړې او دغه چارې په خپلواک ډول او په ځينو برخو کې د ناټو له سلاکارانو سره په ګډه ترسره کوي.

سرچينې د حبيبي له قوله زياته کړې، چې د هېواد د هوايي ډګر په ځانګړي ډول د سمبالښت، لارښوونې او هوايي ډګرونو د پراختيا په برخو کې د بهرنيو ځواکونو هر اړخيزه مرسته د ستاينې وړ ده.

هغه ويلي: "زموږ ډېر ټينګار د ځواکونو پر ښوونې او کورنيو ظرفيتونو ده، چې اوسمهال د هېواد په داخل او بهر کې د هواپېژندنې برخه کې د زده کړو په ترلاسه کولو ډېر شمېر ځوانان لګيا دي او چا چې په دغه برخه کې خپلې زده کړې پاى ته رسولې او هېواد ته راستانه شوي، اوسمهال په دغه اداره کې پر بېلابېلو دندو بوخت دي."

په دغه ناسته کې په هوايي ډګر کې د ناټو قوماندان بريد جنرال مراد او د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د ناټو مرستيال قوماندان السټر سميت د خپلو خبرو پر مهال وويل: "موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ يو او ترڅو پورې چې زموږ مرستو ته اړتيا ولري، مرسته به ورسره وکړو او موږ به د دوى د همکارانو په توګه له افغانانو سره په ټولو چاروکې لارښوونه او مرسته وکړو."

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د هېواد د هوايي ډګرونو کنټرول تر ډېره د ناټو او ايساف ځواکونو په واک کې و، خو د هوايي چلند د خپلواکې ملکي ادارې له لوري د کار له پيل راهيسې افغانانو ته د هوايي ډګرونو د چارو سپارلو لړۍ چټکه شوې ده.

  

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.